اسلام آباد 17 اګست(اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئېلي دي چې موجوده حكومت د مېډيا په بشپړه آزادۍ او بااختيار مېډيا باور لري٬د پ?? اېم ډي اے له مخې د پرنټ او اليكټرانك مېډيا خبريالانو او د مېډيا وركرز تنخاګانې او د نوكرو تحفظ باوري كول دي٬وړومبې د اليكټرانك مېډيا خبريالانو او مېډيا وركرز سره د خپلو ستونزو حل كولو لپاره كوم پليټ فارم نه و٬په پاكستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټي(پ?? اېم ډي اے)فريم ورك اوس د مش??ورت عمل روان دے٬په دې د (ن)ليګ تنقيد د پوهې نه بالا دے٬په پ?? اېم ډي اے ??نقيد كونكې مريم اورنګزېب پخپله د اطلاعاتو او خپرونو قائمه كمېټۍ په شريكه غونډه كښې ګډون ونه كړو۔ د نهې په ورځ د مريم اورنګزېب په بيان په غبرګون كښې د اطلاعاتو او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل چې پ?? اېم ډي اے ?? مېډيا پرمختګ لپاره ده۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كښې به شپه په شپه قوانين جوړېدل٬مونږ د قوانين جوړېدو څخه وړاندې د مش??ورت روايت اچولي٬(ن)ليګ په خپل دور كښې مېډيا سره چې كوم سلوك ساتلې٬مېډيا او اولس ټولو ته معلومه ده۔ ده ووئيل چې د صحافت په آزادۍ كوم قدغن نه لګوو٬ځينې خلك د پ?? اېم ډي اے ?? مرضۍ له مخې تشريح كولو سره اولس د ګمراه كولو هڅه كوي۔ وزيرمملكت فرخ حبيب ووئيل چې په پ?? اېم ډي اے ?? اے پ?? اېن اېس٬سي پ?? اېن اي٬پي بي اے٬پرېس كلبز او د مېديا تنظيمونو پشمول ټول سټيك هولډرز سره د مش??ورت عمل روان دے۔ ده ووئيل چې د سټيك هولډزر لخوا مېډيا ډوېلپمنټ٬ډيجيټل مېډيا ريګولېټ كولو٬خبريالانو او مېډيا وركرز تنخاګانو او ملازمتونو تحفظ په اقداماتو د بشپړه مرستې باور وركړی شوې٬مونږ د آئين آرټيكل 19 له مخې د رائې د اظهار په آزادۍ او د مېډيا په آزادۍ بشپړ باور لرو۔ ده ووئيل چې په تېر وخت كښې پي ټي آئي د عدليه آزادۍ٬مېډيا آزادۍ لپاره د تحريك بشپړه برخه جوړ شوے۔ ده ووئيل چې مخالفې ډلې د پ?? اېم ډي اے ??ل نكات نه لوستلي دي او نه ئې كتلي دي خو په دې تنقيد كوي۔ ده ووئيل چې د مېډيا په اړه ادارې لا موثر و فعاله جوړولو لپاره پاكستان مېډيا ډوېلپمنټ اتهارټي جوړېږي۔