اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان به ﴿نن﴾ د جمعې په ورځ د نا??را هېډكوارټرز دوره كوي، وزيراعظم به په دې موقع د غېر ملكيانو د شناختي كارډ او ورك پرمټ كارډ د اجرا او د وېكسي نېشن سرټيفيكېټ تصديق لپاره د نا??را د نوي موبائل اېپ او د شناختي كارډ د قومي تصديق و تجديد د پروژو پرانسته كوي. د نا??را چيئرمېن به وزيراعظم ته د هېواد ډېجيټل پاكستان وژن په اړه بريفنګ وركوي. وزيراعظم به د دورې په مهال د نا??را د 66 نوو دفترو او د 90 نوو موبائل رجسټرېشن ګاډو پرانسته هم كوي. وزيراعظم به په دې موقع د جعلي شناختي كارډ خا??مې لپاره د آرټيفيشل انټېلي جنس په بنياد د نا??را د معرفي كړي نظام پرانسته هم كوي. دا نظام د نا??را چيئرمېن محمد طار?? ملك په ډېره لنډه موده كښې تخليق كړے، د دې په مرسته به د نا??را ډېټا بېس څخه غېر ملكي كسان په اسانې سره ويستل ممكن شي. د نا??را چيئرمېن به وزيراعظم عمران خان ته د ډېجيټل پاكستان په اړه روډ مېپ هم وړاندې كوي.