اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پاكستان او كيوبا ترمېنځه د فلم، ډر??مه او كو۔پروډكشنز په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو په حاجت زور رواړو??و سره وئيلي دي پاكستان يو پراخا كلتوري ورثه لري د كومې چې د كيوبا اولس سره تبادله پكار ده۔ وفاقي وزير دا خبرې پاكستان كښې د كيوبا سفير زينيئر جيويئر كيرو ګونزيلز سره په ملاقات كښې كړې چا چې وفاقي وزير سره نن د ګل په ورځ ملاقات كولو۔ په دې موقع چوهدري فواد حسېن ووئېل د جوائنټ پروډكشنز په څانګو كښې مرستې سره به د يو بل د دود دستور او ټولنو په اصولو پوهېدو له مرسته ترلاسه شي۔ ده د ميډيا، اطلاعات او د كميونيكشن په څانګو كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د مرستې قوي كولو په ضرورت هم زور رواړو۔ وفاقي وزير د كيوبا سفير ته ووئيل وفاقي كابينې د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) او د Latin Press of Cuba ترمېنځه د خبرونو تبادلې د لوظنامې منظوري وركړې ۔ ده ووئيل د كلتور او ميډيا په څانګو كښې مرستې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا وده ومومي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل پاكستان كيوبا سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري كومې چې په شريك باور٬ احترام او د اوږدې مودې په دوستۍ اډانه دي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه يو بل ته د رامخې ته چېلنجونو او مسئلو نه ښه خبر دي۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان به د كيوبا د خبريالانو د پاكستان دورې هركلے كوي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ميډيا پلاويو تباد??و سره به د يو بل د تجربو څخه د زده كړې موقعې ترلاسه شي۔ په دې موقع د كيوبا سفير د خبريالانو د پاكستان دورې پحقله د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د تجويز ستائنه وكړه۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريك دود دستور رامخې ته كولو او د ناسمه خبرونو مسئلې حل كولو په ضرورت زور رواړو۔