اسلا?? آباد 20 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان کاميابۍ سره د كرونا وباء مخنيوي كړې٬ د وباء په څلورمه چپه كښې دې اولس په ??حتياطي ضابطه كار بشپړه عمل وكړي۔ د نهې په ورځ په ټك ټاك او ټويټ خپل وېډيو پېغام كښې ده ووئيل پاكستان د كرونا په ??د كاميابي ترلاسه كړې ده ٬ چې پكښې د حكومت لخوا ښه پرېكړے لوے لاس لري، د پاکستان په مقابل كښې هند دې وباء څخه زيات ځپلې شوې دې۔ ده ووئيل د كرونا وباء په مهال ميډيا او علمائے كرامو په ??عور بېدارولو كښې مرسته كړې او واكدارانو اولس ته آسانۍ وركولو لپاره كوټلي ګامونه پورته كړي٬ وزيراعظم عمران خان وئيلي چې لاك ډاٶنه به نه كوٶ٬ د غريبانانو د روزګار خيال به ساتو۔ ده ووئيل دا مهال د كرونا څلورمه چپه ??وانه ده او ډېلټا وائرس په ??ندۍ سره خپرېږي٬ د څاروو د اخستو او د لوے اختر لمونځ په مهال د كرونا نه بچ كېدو لپاره په ??حتياطي ضابطه كار بشپړه عمل وكړئ، لاس ووېنځۍ٬ ماسك استعمال كړۍ او سماجي فاصله په ځائ وساتۍ٬ په ??ازارونو كښې هم په ??حتياطي ضابطه كار عمل باوري كړۍ ۔ ده ووئيل هېواد د اقتصادي پرمختګ په لور روان دې، كه مونږ د كرونا د دې چپې په كاميابۍ سره مقابله وكړه نو هېڅوك هم د پاكستان په پرمختګ كښې خنډان نه شي ودرولې۔