اسلام آباد۔13جولائی (اے پی پی) د بهرنيو چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي تورونه لګول د کوم ګوند او منطقې په ګټه نه دي ، پاکستان به په سیمه کښې د اقتصادی پرمختګ ، سولې او د اړیکو پراختیا لپاره د سوله ایز او مستحكم افغانستان بشپړ ملاتړ روان ساتي۔ د خارجه دفتر له مخې خارجه و??ير شاه محمود قرېشي د نهې په و??ځ دوشنبے كښې د اېس سي او خارجه و??يرانو كونسل غونډې په مهال خپل افغ??ن همڅنګ محمد حنیف آتمر سره ملاقات كولو۔د خبرو اترو په مهال د افغانستان په روانه و??عه او د سباؤن په تګلاره خبرې وشوې۔ د بهرنیو چارو وزیر مخدوم شاه محمود قریشی خپل افغ??ن همڅنګ ته د پاكستان لخوا د یو متحد او سوله ایز افغانستان د بشپړ ملاتړ ډاډ وركولو سره ووئيل په افغانستان كښې شدت خوښۍ كښې د زياتوالې رج??ان او د قيمتي ځانونو زيان د اندېښنې وړ دے۔ د تشدد په كارروايو كښې كمي او جنګ بندۍ لپاره بايد سمدستی ګامونه پورته كړے شی. خارجه و??ير په ډاګه كړه چې منفی بيانونه د افغانستان د سولې په عمل كښې د پاكستان مثبت رول ته زيان رسولے نشي۔ هغه ووئيل تورونه لګول د هیڅ ګوند او منطقې په ګټه نه دي. د بهرنیو چارو وزیر په خپل افغ??ن همڅنګ زور راوړو چې په دوه اړخیزو چارو بحث باید د موافقه شوې تګلارې په كارولو سره تر سره شی. خارجه و??ير په افغان مشرتابه زور راوړ چې هغوي افغانستان څخه د غېر ملكي ځ??اك??نو وتلو تر مخه د خپل مينځه خبرو اترو د لارې د افغان مسئلې سياسي حل ولټوي دغسې چې په افغانستان کښې د تل پاتې سولې لار هواره كړې شي۔ هغه ووئیل د افغانستان مشرتابه دا مسؤلیت لري چې دې تاریخي موقعې څخه ګټه پورته كولو سره په ګډه د افغان ستونزې حتمي ٬ پراخا او بشپړ سياسي حل ولټوي ۔ ده ووئېل پاکستان به په سیمه کښې د اقتصادی پرمختګ ، سولې او د اړیکو پراختیا لپاره د سوله ایز او مستحكم افغانستان بشپړ ملاتړ روان ساتي