اسلام آباد 10 جولائي (اے پي ??ي) د ن??درا چيئرمېن طارق ملك وئيلي دي چې په كراچې كښې د ن??درا د دفترو د كاركردګۍ ښه او موثر كولو ضرورت دے، په قومي اداره كښې به ناقص كاركردګي، بدعنواني او كرپشن كوونكي ونه زغملې شي، 39 ملازمين اېجنټ مافيا سره په تړون او مېرمنو سره په ناروا سلوك معطل كړې شوي دي، د ادارې بدعنوان عناصرو ته به د قواعدو و ضوابطو له مخې سزاګانې وركولې شي. ده دا خبرې په كراچې كښې د رېجنل هېډ آفس او د ن??درا د بېلا بېلو دفترو د بيړنې دورې په مهال ملازمينو سره د خبرو په مهال وكړې. د جارې شوې خبر پاڼې له مخې د ن??درا چيئرمېن طارق ملك په كراچې كښې د ن??درا د دفترو د كاركردګۍ بهتر او موثر كولو لپاره د نويو اقداماتو جاج هم واخستو، ده د ن??درا د دفترو ??اڅاپي دورې وكړې او د خلقو نه ئې د ستونزو پوښتنې وكړې او په موقع ئې احكامات جاري كړل.