اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان غذائي تحفظ په سباٶن كښې تر ټولو لوي چېلنج ګرځولو سره وئيلي دي كه كر??يلي ته پام ونه كړے شو نو فوډ سيكورټي به نېشنل سكيورټي مسئله جوړه شي٬ مونږ زرعي تحقيق٬٬ ښه تخمونو ٬ د كر خاص سيمې رامخې ته كولو٬ د كوچنيو كر??ندګرو تربيه او دوي ته پور وركولو٬ د كسان كارډ د لارې نېغ په نېغه سبسډي وركولو او د جديدې ټېكنالوجي كارولو سره غذائي تحفظ سره پاكستان په زرعي څانګه كښې د درامد كونكي په ځاے برآمد كونكےهېواد جوړوٶ٬ په ماضي كښې ??و حكومت د زراعت٬ صنعت٬ سېلګرۍ ٬ عام وګړي او بې وسه طبقو ته پاملرنه نه وه كړې او د دوي د بهترۍ ئې سوچ نه ٶ كړے٬ چين په 35 كالو كښې 70 كر??ړه خلق د غربت نه خلاص كړي٬ د مدينې د رياست كار د بې وسه طبقو خيال ساتل دي۔ وزيراعظم د زيات په ورځ دا خبرېپه کنونشن سنټر كښې ??ېشنل کسان کنونشن ته خطاب كښې ??كړې۔ د نېشنل فوډ وفاقي وزير سيد فخر امام او د غذائي تحفظ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال جمشېد اقبال چيمه هم کنونشن ته وېنا وكړه۔ وزيراعظم ووئيل په راتلونكي وخت كښې ??ونږ ته يو شمېر چېلنجونه رامخې ته دي٬ فوډ سكيورټي په دې ټولو كښې ??وي چېلنج دے، تېر كال مونږ 40 لكه ټ??ه غنم درآمد كړي چې قېمتي زرمبادله پرې خرڅ شوې، د پاکستان ودانيپه تندۍ سره زياتېږي٬ په راتلونكي وخت كښې دومره لوئې ودانۍ لپاره غله پېدا كول او د دوي غذائي ضرورتونه پورا كول به لويه مسئله وي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ لپاره راتلونكي وخت لپاره تيارۍ كول دي او داسې هېواد نه دي جوړېدول چې د خپ?? اولس غذائي ضرورتونه هم ترسره كولې نشي۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان كښې 40 فيصده كوچنيان د غذائي كمي ښكار دي چې په سبب ئې د دوي مناسب روزنه نه كېږي٬ پېۍ كوم چې د كوچنيانو بنيادي ضرورت دے٬ وركول لويه مسئله ده، په ښارونو كښې داسې پېۍ خرڅېدل كوم چې په واشنګ مشين كښې د يوريا څخه او د عجيبه څيزونه په ورګدولو جوړېدل او چې كله مونږ سختي وكړه نو د پيو بيعه زياته كړې شوه۔ده ووئېل كله چې لا تحقيقات وكړے شول نو معلومه شوه چې زمونږ د پيو څاروي د چين او اروپا په مقابل كښې 6 چنده كم پېي وركوي۔ده ووئېل چا په ماضي كښې د ځناورو بهتر نسلونو جوړولو ته سوچ هم نه دے كړے، د پاکستان مسئلهدا ده چې يو وړې طبقې په ټ??لو وسائلو خيټه اچولې ٬ ټول سهولتونه او مراعات دوي لپاره دي٬ د پرمختګ په عمل كښې عام وګړي نه دي شامل كړې شوي لكه څنګه چې فيرنګيانو دلته په قبضه كولو خپ?? ځان لپاره جلا سيمې جوړې كړې وې دغسې مراعات لرونكې طبقې لپاره انګلش مېډيم سكولونه او نجي روغتونونه جوړ شوي او تعليم او د صحت سركاري نظام تباه پاتې شوے۔ده ووئېل عام وګړو ته انصاف نه تر لاسه كېږي ځكه چې ھغوي د ګرانو وكيلانو خدمات نشي ترلاسه كولے، قبضهګروپ وجود موندے٬ تر اوږدې مودې د زمكو كېسونه چلېږي٬ پرېكړه نه كېږي ٬ د كر كېلې په بابله كښې ??م داشې شوي۔ وزيراعظم ووئيل تر څو چې د كوچنيو كر??ندګرو مرسته نه وي شوي ھغوي ښه تخم نشي اغستے٬ پخپله زمكه پېسه نشي لګولې٬ خپ?? فصل ذخيره كولې نشياو ځكه كر??ندګرو څخه په ارزانه بيعه غله اخستلې كېږي او په ګرانه بيغه خرڅولې شي۔ده ووئېل د هېواد نظام په هر ځاے كوچنۍ طبقه نظر انداز كړې او د حكومت كار د بې وسه طبقې خيال كول وي، زه د مدينې د رياست خبره كوم٬ د مدينې رياست په انصاف٬ انسانيت او د خوددارۍ په اصولو جوړ ٶ٬ چا چې لاندينۍ طبقه راپورته كړې ۔ده ووئېل چين هم په دې اصولو عمل كړے او په 35 كالو كښې ئې 70 كر??ره خلق د غربت نه رابهر كړي ٬ دوي په كليوالو سيمو كښې د خپ??و كوچنيو كر??ندګرو مرسته كړې ٬ مونږ له هم 74 كاله وړاندې دا ډول اقدامات كول پكار وٶ خو مونږ ونه كړل۔ده ووئېل كه مونږ اوس هم اقدامات ونه كړل نو فوډ سكيورټي به نېشنل سيكورټي مسئله جوړه شي، په هر يو هېواد كښې چې كه د 15 نه تر 30 فيصده خلق اوږې وي نو ھغه قام پرمختګ نشي كولے۔ وزيراعظمعمران خان ووئيل دا مهال صورتحال دا دے چې مونږ د خوراك څښاك څيزونه د بهر نه راغواړو٬ مونږ له به د دې صورتحال مخ نيوے كول وي ګني نو دا به د نېشنل سكيورټي مسئله جوړه شي۔ ده ووئيل لوي څښتن كوم بل مخلوق ته داسې صلاحيتونهنه دي وربخښلي كوم ئې چې انسانانو ته وركړي، الله تعاليٰ مونږ له هر ډول وسائل راكړي خو مونږ پخپل طاقت باور نه كوو۔ده ووئېل په بلوچستان كښې ??ونږ قسم قسم څيزونه كر??ے شوو خو چا دې پلو بيخې سوچ نه دے كړے، اسرائيل كوم چې مونږ په فلسطينيانو د ظلمونو او د فلسطين مسئلې په سبب نه تسليموٶ ھغوي زرعي تحقيق او ټېكنالوجۍ ته پام كړے او په شګو (رېګستان) كښې ئې فصلونه كر??ي۔ده ووئېل مونږ له به د خپ??و كر??ندګرو مرسته كول وي، زرعي تحقيق نه كر??ندګر خبرول دي چې د دوي سيمې لپاره كوم فصل بهتر دے، كر??ندګرو ته ښه تخم وركول دي٬ جديد تكنيك كارول دي او كسان تربيه كول دي۔ده ووئېل مونږ په سي پېك كښې ??ر كېله هم شامله كړې ٬ د چين زرعي ټېكنالوجۍ او تجروبو څخه به استفاده كوٶ او د چين په ډول په كليو كښې ??ېشته د خپ??و كوچنيو كر??ندګرو مرسته به كول وي څوك چې وسائل نه لري او بېنكونه ورله پور نه وركوي، دوي له به پور وركوٶ٬ پنېجاب د كسان كارډ په لړ كښې زبردست كار كړے۔ وزيراعظم ووئيل مونږ سره چولستان، ډي آئي خان او دپخوانې قبائلي ضلعو پشمول ډېره زرعي زمكه شته ، هلته به نوے زرعي تكنيك كارولې شي او د خونه (زېتون) اونې بوټيبه نالولې شي چې په سبب به ئې مونږ په څو كالو كښې د درآمد كونكې په ځاے برآمد كونكے هېواد جوړ شوو۔ وزيراعظم ووئيل زه په خپ?? قام باور لرم٬ كر??ندګرو لپاره جديد تحقيق او زوننګ كولو سره به مونږ د خپ??و وسائلو بهتر استعمال كولې شو۔ وزيراعظم ووئيل زه به كر??ندګرو سره ملاقات كوم او د دوي مسئلې به معلومووم، زمونږ 30 فيصده مېوې او سبزيانې د ذخيره كولو او د ټرانسپورټ د مناسب سهولت د نشتوالي په سبب ضائع كېږي٬ كر??ندګر به سوكاله كوٶ نو ھغوي به په خپ??و زمكو پېسې خرڅ كوي ۔ده ووئېل مونږ د ګني ګروندګرو له په وخت كرشنګ او بېعه وركول باري كړي، په وړومبي ځل كر??ندګرو سره دومره پېسه راغلې ٬ 1100 اربه روپۍ كر??ندګرو ته ترلاسه شوي٬ ھغوي دغه پېسه په فصلونو ولګوله او په نتيجه كښې ئې رېكارد پېداوار تر لاسه شوے۔ وزيراعظم ووئيل لوي څښتن مونږ له دومره صلاحيتونه او وسائل راكړي چې مونږ چا ته د لاس نيولو حاجت نه لرو ٬ يوازې په سېلګرۍ مونږ ډېره پېسه ګټلې شو٬ خو د ماضي واكمنو په زراعت، صنعت، سېلګرۍ اوعامو وګړو ته تعليمي سهولتونه وركولو ته پام نه دے كړے۔ وزيراعظم ووئيل لوي څښتن پاكستان خاص مقصد لپاره جوړ كړے ، قائداعظم وئيلي وٶ پاكستان به نړۍ لپاره يو مثال جوړېږي٬ زه هيله لرم چې پاكستان به راتلونكي وخت كښې ??و خاص مقام لرونكے هېواد وي۔