اسلام آباد 29 جون(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغانستان كښې ځينې عناصر د سپائيلرز كردار ادا كوي كوم چې پاكستان كښې عدم استحكام غ??اړي٬ تحقيقاتي ادارو د لاهور چاودنې نه پس د هېواد دښمنه ايجنسو معاونت پلو اشاره كړ??۔د نهې په ورځ د لاهور چاودنې په پلټنو كښې د پېشرفت په اړه يو بيان كښې خارجه وزير استخبارتي ادارو او د پڼجاب كاؤنټر ټيرارزم ډيپارټمنټ او پوليس ته مباركي وركولو سره وئېلي دي دو?? په سائنټفك انداز پلټنو كولو سره ذمه وار د نيولو عمل ته راوستې٬زمونږ ګڼ شمېر ادارو په ډېر لږ وخت كښې هغه عناصر بې نقابه كړي كوم چې پاكستان د عدم استحكام سره مخ كول غواړي۔شاه محمود قرېشي ووئيل تحقيقاتي ادارو د لاهور چاودنې نه پس د هېواد دښمنه ايجنسو معاونت پلو اشاره كړ??۔خارجه وزير ووئيل په افغانستان كښې ځينې عناصر د سپائيلرز كردار ادا كوي كوم چې پاكستان كښې عدم استحكام غ??اړي۔ده ووئيل مونږ بې شمېره قربانۍ وركړي او مونږ خپله لاره سمه كړ??۔ ۔ده ووئېل د جولائي په وړومبۍ نېټه د قامي سلامتيا په اړه غونډه كښې ټولو پارليماني ګوندونو څخه غړي رابللې كېږي۔حكومت د بجټ نه پس د جولائي په وړومبۍ نېټه ماسپښين درې بجې د قامي سلامتيا په اړه د مهمې غونډې رابللو پريكړه كړ??۔د غونډې رابللو مقصد ګرانو غړو ته په افغانستان او منطقه كښې د امن او امان د صورتحال په اړه مفصل برينګ وركول او هغوي د حقائق څخه خبرول دي۔خارجه وزير ووئېل پاكستان به هغه كوي كوم چې زمونږ په ګټه وي يا چې ضرورت دے۔خارجه وزير ووئېل د ترهه ګرۍ مالي معاونت لاره نيول ٬د مني لانډرنګ مخ نيوے او په افغانستان كښې امن زمونږ ضرورت دے او مونږ په دې عمل كوو۔ځكه مونږ په افغان امن عمل كښې خپل مصالحانه كردارتر سره كوو۔