اسلام آباد 24 جون (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ د قائمه كمېټۍ چيئرمېن سنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي د خبريالانو خېرښګړې لپاره يو بل منظور كړے شوے ٶ خو د بده مرغه اپوزيشن ئې مخالفت كړے۔ د زيارت په ورځ د كمېټۍ غونډې په مه??ل ده ووئيل وفاقي وزير د كمېټۍ راتلونكې غونډه په كراچۍ كښې د كولو تجويز وركولو ??ره وئيلي دي په غونډه كښې به پروډيوسرز او اېسوسي اېشنز رابللې شي او په فلم پاليسي به بريفنګ اغستلے شي چې ور??ره ټولو غړو اتفاق وكړو۔ سېنېټر فېصل جاوې?? ووئيل فلم انډسټ??ي برقراره ساتلو لپاره د لږو نه لږ سلو فلمونو جوړولو ته اړتيا ده خو دلته په كال كښې 24 فلمونه جوړيږي او د دې برعكس په بالي ووډ كښې 1800 فلمونه جوېږي۔ ده ووئيل قائمه كمېټۍ څخه به په فلمونو او ايډورټائزنګ پاليسي رائے غوښتلې كېدې شي۔ د پريس کلب رېګوليټ??ي باډۍ پحقله هم رائے غوښتلې كېدې شي۔ دغسې د وزارت په درخواست د قائمه کميټۍ په خوښه سينيټر فېصل جاوېد اېن سي او سي ته د اېس او پيز تر مخه په ګرد هېواد كښې د سنېما ګهرو د خلاصولو سفارش كړے