اسلام آباد۔8جون(اے پی پی) د برېښنا وفاقي وزير حماد اظهر وئيلي دي خېبر پختونخوا كښې د بنيادي انفراسټركچر د لاسه د برېښنا لوډشېډنګ نه كېږي۔ د برېښنا ترسيلي نظام كښې ??رم??يه كاري شوې ۔ لائن لاسز كمولو له ګامونه پورته كولې شي۔ اېن ټي ډي سي او ډسكوز اپ ګرېډ كولې شي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جنېد اکبر خان، عمران خټک، شېر اکبر، ګل ظفر خان او نورو لخوا د خېبر پختونخوا بېلو سيمو ته د ټرانسفارمرز او د نور سامان نه رسېدو په نتيجه كښې د لوډ شېډنګ په اړه د پام ګرځونی نوټس په ځواب كښې وفاقي وزير ايوان ته ووئيل خېبر پختونخوا كښې د بنيادي اډانې د لاسه د برېښنا لوډشېډنګ نه كېږي۔ هغه ووئيل د ټرانسفارمرز او نور سامان آرډر مو وړاندې نه وركړے ؤ خو د كووېډ د لاسه د دې رسنه ځنډ سره مخ شوه۔ اوس مو بيا د دې آرډر وركړے۔ده ووئېل دا مهال د 75 فيصده سامان آرډرز وركړے شوے۔ د 18 زر?? پولز وركړه هم روانه ده ۔ د عمران خټك د پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پخوا د برېښنا پلانټس لګولې شوي خو چا هم دا سوچ نه دے كړے چې دا برېېښنا ??ه څنګه وېشلې شي۔ هغه ووئيل اوسنے حكومت پ?? دې كار كوي۔ اېن ټي ډي سي كښې زياته ??رم??يه كاري كېږي چې ورسره به د برېښنا مسئلې حل شي او د برېښنا برېك ډاؤن پېښو كښې به كمے رامخې ته شي۔ د قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان ووئيل د برېښنا مسئله زمونږ د حلقو د ټولو نه لويه مسئله ده۔ د برېښنا غلا لائن مېن او نوره عمله پخپله خلقو ته ??ائي۔ يونټ په 34 روپۍ وركولے شي۔ 12 زر?? روپۍ مياشت اخستونكې به بل د كوم ځاے نه وركوي۔ د پاكستان خلق د برېښنا لپاره مري او د برېښنا وېش كوونكې كمپنۍ افسرانو او عملې ته وېړيا برېښنا وركولې شي ۔ د نور عالم د اعتراض په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د برېښنا ګرانې لوظنامې عمران خان نه دي كړې۔ هغه په سياسي بنيادونو ميټر ريډر او لائن مېن هم بھرتي كړې نه دي۔ هغه ووئيل زمونږ صلاحيت د 30 زر?? برېښنا جوړولو دے خو سسټم يوازې 24 زر?? مېګاواټ برېښنا پورته كولې شي۔ دا قصور د عمران خان نه دے۔ مونږ به دا نظام سموؤ۔ هغه ووئيل مونږ د برېښنا اړوندو څانګو كښې ??رم??يه كاري كوؤ او د هرې خبرې ځواب به وركوؤ