اسلام آباد 18 مئي (اے پي پي) خارجه وز??ر مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان او ترکيه نړۍ قائله كوي چې د اسرائيل لخوا بمباري په سمدستي توګه بنده كړې شي٬ د فلسطين په صورتحال د نړيوالې ??رورولۍ خاموشي د افسوس وړ ده۔ د نهې په ورځ تركيه كښې د فلسطين په صورتحال او د سفارتي هلو ځلو پحقله خپل مهم بيان كښې خارجه وز??ر ووئيل د پاكستان او تركيه حكمت عملي واضح ده٬ پاکستان او ترکيه نړۍ قائله كوي چې د اسرائيل لخوا بمباري په سمدستي توګه بنده كړې شي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل اسرائيل بمباري كوي٬ دا د بشر?? حقونو او د څلورم جنيوا كنونشن ښكاره خلاف ورزي ده ٬ اسرائيل په بې ګناه فلسطينيانو ظلمونه كوي او په زبردستۍ دوي د خپلو كورنو نه بې داخله كوي۔ خارجه وز??ر ووئيل اسرائيل مسئلې ??ا پېچلې ??وي٬ د دې بربريت په سمدستي توګه لاره نيولو ته اړتيا ده٬ د اسرائيل د بمبارۍ په سبب د اولس روغتونونو څخه رابطه منقطع كېږي٬ په فلسطيني وګړو د روانو ظلمونو لاره نيولو لپاره بېلا بېلو هېوادونو سره د رابطو سلسله جاري ده۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د انډونيزيا خارجه وز??ر هم باور راكړے چې په غونډه كښې به ھغه هم ګډون كوي ٬ انډونيزيا د آبادۍ په لحاظ سره لوي اسلامي هېواد دے او د انډونيزيا د خارجه وز??ر نمائندګي هم لويه كاميابي ده۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د تركيه خپل همڅنګ سره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غونډې له روان وٶ خو نن مونږ خپل تګ ځنډولے٬ ځكه چې د فلسطين د خارجه وز??ر په لاره كښې خنډان راولاړولې شي۔ خارجه وز??ر ووئيل مونږ غواړو چې د فلسطين خارجه وز??ر هم مونږ سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته لاړ شي٬ كه ھغه د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون كولو نه اېسار كړے شو نو دا به لويه ناانصافي وي ۔ ده ووئيل مونږ به د فلسطين د خارجه وز??ر انتظار كوٶ٬ زه هيله او خواهش لرم چې د فلسطين خارجه وز??ر به راشي۔ ده ووئيل د فلسطين په صورتحال په نړۍ كښې اولسي غبرګون د ډاډ وړ دے۔ ده ووئيل د فلسطين اولس پرېكړه كړې چې په اتفاق او اتحاد به خپلې ??لې ځلې دوام دارې ساتو۔ ده ووئيل په اروپائي هېوادونو كښې مېشته 65 مېليونه مسلمانان او سول سوسائيټي دې پارلماني غړو سره مراجعه وكړي ??و په فلسطينيانو د كېدونكو ظلمونو لاره نيولو لپاره دې په دوي فشار واچوي۔ ده ووئيل په فلسطين بمبارۍ سره برېښنا منقطع ٬ اوبه او د خوراك څيزونو سپلاي ځپلې شوې ٬ كه نړيواله ورورولي د فلسطين په صورتحال غلې ??ي نو دا به د افسوس وړ وي