اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال عل?? نواز اعوان وئيلي دي د هېواد نظام د اويا كلونو خرابي لري ، د دې بهترې لپاره وخت پكار دے، مونږ ټولو ته به په نظام كښې بهترې لپاره فعاله كردار ترسره كول وي. د جعې په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې د وزيراعظم خاص مرستيال عل?? نواز اعوان ووئيل په كومه معامله چې څوك تنقيد كوي هغې لپاره جواز يا بنياد ضروري وي. ده ووئيل ??ه بهرنيو هېوادونو كښې سفارتخانې د خپل هېواد څېره وي. آيا ??ه بهرنيو هېوادونو كښې د پاكستان سفارتخانې خپل كردار په ښه ډول ترسره كوي. آيا د سفارتخانې په پاكستان كښې كېدونكې كمرشل چارې په نړۍ كښې په ډاګه كوي. ده ووئيل 90 لكه پاكستانيان ??ه بهرنيو هېوادونو كښې د روزګار په لړ كښې موجود دي آيا دا سفارتخانې دې پاكستانيانو ته اسانۍ وركوي. ده ووئيل دا هغه بنيادي څيزونه دي چې پرې د كومې هم سفارت خانې يا هائي كميشن جاج اخس??لے كېدے شي. ده ووئيل بايد په دې سفارتخانو كښې پاكستانيانو سره رويه ښه كړې شي.