جده 08 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان او د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سل??ان د پاكستان او سعودي ترمېنځه په ټولو څانګو كښې د اړيكو پراخا كولو د عزم څرګندونه كړې. وزيراعظم عمران خان د سعودي دورې ??ه مهال د خالي په ورځ د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سل??ان بن عبدالعزيز السعود سره په جده كښې ملاقات وكړو او ورسره ئې په دوه اړخيزه، سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې وكړې. د ملاقات ??ه مهال وزيراعظم عمران خان خادم حرمېن شريفېن باچا سل??ان بن عبدالعزيز لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د دورې په بلنه وركولو ئې د ولي عهد شهزاده محمد بن سل??ان مننه وكړه. ده ?? روژې مباركې ??ه مياشت كښې د حرمېن شريفېن د زيارت موقع په وركولو مننه وكړه. دواړو مشرانو په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو لا مستحكم كولو د عزم څرګندونه وكړه. وزيراعظم د سعودي سيمه ايزې سلامتيا او خپلواكۍ لپاره د پاكستان د مرستې پخلې كولو سره هغه د حرمېن شريفېن خاورې سره د پاكستانيانو د عزت او تكريم نه خبر كړو. د ملاقات ??ه مهال دواړو مشرانو د سياسي، اقتصادي، تجارتي، دفاعي او د سلامتيا چارو په اړه د اړيكو په لا مستحكم كولو كښې خوښي څرګنده كړه. په دې موقع په پاكستان كښې د سعودي لخوا په سرمايه كارې، د توان په څانګه كښې ??ه مرسته او پاكستانيانو لپاره د ملازمتونو موقعې په زياتولو خاص ټينګار وكړے شو. وزيراعظم په دې وروستيو كښې د سعودي ولي عهد لخوا د ګرين سعودي عربيه او د ګرين مېنځني ختيځ د اقدام ستائنه وكړه او وې وئيل چې د سعودي ولي عهد د وژن او په دې اړه په پاكستان كښې د ده لخوا پېل شوې د لس بلين ټري سونامي پروژو ترمېنځه د شريكې مرستې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو اړيكې قوي شي. په سعودي كښې د 20 لكو نه د زياتو پاكستانيانو د مثبت او تعميري كردار اعتراف كولو سره دواړو مشرانو د بشري وسيلو په څانګه كښې د مرستې څخه د زياتې ګټې پورته كولو په چارو خبرې وكړې. وزيراعظم د كووډ 19 ??ه مهال په سعودي كښې د پاكستانيانو خېر ښېګړې لپاره په شويو اقداماتو د سعودي مشرتابه مننه وكړه. د ملاقات ??ه مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم خبرې وشوې. وزيراعظم هغه قومي اقتصادي پرمختګ لپاره د سوله ايز ګاونډيتوب په اړه د خپل وژن څخه خبر كړو. ده ?? غېر قانوني مقبوضه كشمير په صورتحال رڼا اچولو سره ووئيل چې د كشمير شخړې د سوله ايز حل ضرورت دے. وزيراعظم په افغانستان كښې تفاهم او د سولې عمل لپاره د پاكستان په پرله پسې هڅو هم رڼا واچوله. وزيراعظم عمران خان سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره د سعودي مشرتابه كردار او اقدامات وستائيل. د ملاقات نه پس وزيراعظم عمران خان او د سعودي ولي عهد د سعودي- پاكستان سپريم كوآرډينېشن ??ون??ل ﴿اېس پي اېس سي سي﴾ جوړولو لپاره په لوظنامه لاسليك وكړو. د دې ??ون??ل مشري به د پاكستان وزيراعظم او د سعودي ولي عهد په شريكه كوي. د دې ??ون??ل جوړولو مقصد د پاكستان او سعودي ترمېنځه اړيكو ته تزويراتي رخ وركول دي. وزيراعظم عمران خان د دې هيلې څرګندونه وكړه چې ??ون??ل به په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو په وده كښې مهم كردار ترسره كړي. دواړه مشران د جرائمو مخ نيوي، د سزا شويو بنديانو تبادلې، د نشه اي توكيو او د ممنوعه كېميلز په اړه د لوظنامو نه علاوه د 500 مليونه ډالرو د توان، د اوبو څخه د برېښڼا پېدا كولو، انفراسټركچر، ټرانسپوټ او كميونيكېشن او د اوبو وسيلو د پرمختګ په اړه د پروژو فنانسنګ لپاره د تفاهم يادښتونو د فرېم ورك پشمول د بېلا بېلو دوه اړخيزه لوظنامو او د تفاهم يادښتونو د لاسليك ??ه موقع هم موجود وو. وزيراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سل??ان ته زر د پاكستان د دورې كولو بلنه هم وركړه. د دې څخه وړاندې چې كله وزيراعظم د جده هوائي اډې ته ورسېدو نو د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سل??ان د ده ??ود هركلې وكړو.