اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي كر كيله په قامي معيشت كښې مرکزي کردار ترسره كوي او حکومت د كر كېلې لا ښه والي ته پام لرنه كوي۔ده دا خبره د ګل په ورځ اقتصادي مشاورتي ک??نسل د ذيلي ک??ېټۍ د كركېلې په اړه غونډې ته وكړه۔ په غونډه كښې د وزيراعظم د محصولات خاص مرستيال ډاکټر وقار مسعود، خاص مرستيال جمشيد چيمه او د کمېټۍ د غړو پش??ول احمرعزيز، منصورعارفين، آفتاب انور، سعادت اعجاز اوعارف نديم ګډون وكړو۔په غونډه كښې د بنيادي ضروري ??يزونو د هو?? سيل او د ريټيل بيعې تر مينځه فرق کمولو لپاره د كروندګرو نه تر صارف فوډ سپلائي په تفصيل سره جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې ريګوليټري تګلاري ته خاص پام لرنه وكړې شوه دغسې چې دا خبره باوري كړې شي چې كروندګرو له د فصل او تخمونو معقول او مناسبه معاوضه وركړے شي اود غيرضروري او ناجائزه ګټې خاتمه وكړې شي۔ د خزاني وزير ووئيل كركيله زمونږ په معيشت كښې مرکزي کردار ترسره كوي او حکومت په دې څانګه كښې لا ښه والي ته پام لرنه كوي۔ده ووئيل فارم ليبر، پراسيسنګ، ټرانسپورټ او لاجسټک كښې ولاړ خنډان لرې كولو سره د پټو نه تر صارف د سپلائۍ بيا د سره جاج اخستو ته اړتيا ده۔ده ووئيل د کوويډ 19 وبا په وجه سپلائي سايئډ كښې د خنډانو راولاړيدو څخه صورتحال مشکل شوے۔ د خزاني وزير د کمېټۍ غ??و ته په راروانه غونډه كښې د كوټلو سفارشاتو او وړاندېزونو وركولو سپارښتنه وكړه