اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د خزانې او مح??ولات وفاقي وزير شوكت ترين د وزيراعظم عمران خان سپارښتنې ??ه رڼا كښې صوبائي حكومتونو ته په رعايتي نرخونو په ورځني بنياد د غنمو ريليز باوري كولو ، د ضروري څيزونو د بېعې څارنې او په زيات مقدار د ضروري څيزونو باوري كولو امر كړے چې دغسې د وړ??كي اختر په موقع صارفينو ته زيات ريليف وركړے شي، د وړ??كي اختر په تناظر كښې د خزانې ??زير د روژې په وروستې اونۍ كښې د ناجائز منافع خورۍ او په بېعو كښې د غېر ضروري زياتوالي مخ نيوي لپاره د نګرانې او د مربوطو هڅو كولو هدايت هم كړے. ده دا امر د ګل په ورځ د نېشنل پرائس مانېټرنګ كمېټې د غونډې مشري كولو په ??ها?? وكړو. په غونډه كښې د تېرې اونې ??ه ??ها?? د ورځني استعمال څيزونو او په خاص توګه د ووړو، چينو، خوراكي تېلو، چرګانو او د سبزې د بېعو جاج واخستلے شو. د خزانې سېكرټري غونډې ته ووئيل تېره اونې د 9 ضروري څيزونو بېعه كمه شوې او د 30 څيزونو په بېعه كښې استحكام راغلے. كمېټې ته د خزانې ??زير په امر د پاكستان شماريات بيورو لخوا د ډېټا ترلاسه كولو د طريقه كار په اړه بريفنګ وركړے شو. د خزانې ??زيرد وزيراعظم عمران خان سپارښتنې ??ه رڼا كښې صوبائي حكومتونو ته په رعايتي نرخونو په ورځني بنياد د غنمو ريليز باوري كولو ، د ضروري څيزونو د بېعې څارنې او په زيات مقدار د ضروري څيزونو باوري كولو هدايت وكړو چې دغسې د وړ??كي اختر په موقع صارفينو ته زيات ريليف وركړے شي. ده د وړ??كي اختر په تناظر كښې د رمضان په وروستې اونۍ كښې د ناجائز منافع خوري او په بېعو كښې د غېر ضروري اضافې مخ نيوي لپاره د كره نګرانۍ او د مربوطو هڅو كولو امر هم وكړو. په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام، د مح??ولات خاص مرستيال ډاكټر وقار مسعود، د خزانې سېكرټري، د قامي غذائي تحفظ و تحقيق وزارت سېكرټري، د صنعت او پېداوار سېكرټري، صوبائي چيف سېكرټريز، د پاكستان د شماريات بيور ممبر، د يوټېليټي سټورز كارپورېشن اېم ډي او نورو اعلٰی چارواكو ګډون كولو.