ملتان 27 فروري (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشي په ملتان كښې مصروف ورځ تيره كړي۔ هغه د صوبائی خاص مرستيال حاجی جاوید اخترانصاري كور ??ه لاړه چرته چې هغه د وګړو مسئلې واوريدلې او د مسئلو حل له ئې په موقع احکامات جاري كړل۔ خارجه وزير یونین کونسل 18 ته ل??ړو چرته چې هغه د پخواني یوسی چیئرمین یونس ان??اری تپوس پوښتنه وكړه او د هغه زر روغتيا له ئې دعا اوكړه۔ یوسی 19 كښې د آصف پوما ان??اری د مور په څلوښتۍ كښې ئې ګډون وكړو۔خارجه وزير یونین کونسل 18 كښې د پرمختيائي كارونو جاج واخست او عملې ته ئې سپارښتنه وكړه چې د پرمختيائي كارونو رفتار تند كړي او ټولې پروژې په وخت بشپړ كړي۔ په دې لړ كښې به هيڅ ډول بې غوري زغملے نشي۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د خپلې سيمې بيل یونین کونسل دورې په مهال په حق رسيدليو كسانو كورونو ته ل??ړو او د اروښادو لوړو درجو له ئې دعا اوكړه۔ ده په ??ې مهال د سيمې د بيل شخصیات د ودونو په دستورو كښې هم ګډون وكړو۔په ??ې موقع صوبائی خاص مرستيال حاجی جاوید اختر ان??اری ٬ شیخ طا??ر او د سيمې مشران هم موجود وو۔