اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد اپوزيشن لارښودو ته غږ كړے دے چې قومي ادارې په سياست كښې د ككړولو هڅه جمهوريت لپاره د زيان سبب ګرځيدې شي، اپوزېشن ګوندونه دې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي، قومي ګټو لپاره دې قومي ادارې په سياست كښې ككړولو څخه ډډه وكړې شي۔ د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې د كورنيو چارو وزير د ??اك??تان ډيمو كريټك موومنټ (پي ډي ايم ) په غير ذمه وارانه رويه د خپل غبرګون څرګندونې سره ووئيل د اپوزيشن ګوندونو د احتساب وخت راغلے دے د كوم څخه بچ كېدو لپاره چې هغوي بيلې حربې استعمالوي۔ ده ووئيل بايد پي ډي اېم د غير ذمه وارانه بيانونو څخه ډډه وكړي د هغوي دغه بيانونه جمهوريت ، قومي ګټو او امنيتي ادارو لپاره د زيان سبب ګرځيدې شي دې نه ځانله دښمن دې څخه ګټه پورته كوي۔ شېخ رشيد احمد ووئيل د ه??وا?? ادارو په اړه د اپوزېشن دا اوسني بيانونه د غندنې وړ دي او دا د ه??وا?? په ګټه نه دي، اپوزيشن لارښود بايد منفي سياست پريږدي۔ د كورنيو چارو وزير ووئيل پي ډي ايم عام وګړو سره د ودرېدو په ځائې سياسي پوائنټ سكورنګ كولو كښې بوخت دي۔ وفاقي وزير زياته كړه چې د ه??وا?? م??تب??و ادارو په ضد خبره ??ون??ي كوم سباؤن نه لري