اسلام آباد 05 فروري(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو و فاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئېلي دي چې په نننۍ ورځ د پاكستان اولس خپل?? كشميريانو وروڼو سره د يو والي څرګندونه كوي او د دې لوظ پخلې كوي چې پاكستان به د جم?? كشمير د اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې د دوي سياسي٬سفارتي او اخل??في ملاتړ روان ساتي۔د هند ظلمونو٬پوځ كشۍ او د جبر او استبداد په ضد مونږ خپل?? كشميري وروڼو سره يو او دوي سره به تل ولاړ يو۔د كشمير يو والي ورځې په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د جمو ا?? كشمير شخړه د تقسيم هند نامكمل ايجنډا ده خو هند په كال 2019م كښې د اګست په پنځمه نېټه يو اړخيزه او غېر قانوني اقدام كولو سره د فرورۍ د پنځمې نېټې اهميت لا زيات كړې۔ده ووئيل چې بې ګناه او مظلوم كشميرې اولس د تېرو 7 لسيزو نه د هند غېر انساني سلوك سره مخ وو٬اوس د تېرو 18 مياشتو نه پرله پسې پوځي محاصرې٬مواصلاتي بندېزونو او د مېډيا بليك آؤټ پشمول بدتره بندېزونو سره مخ دے او په نړ?? كښې يې مثال نشته۔ده ووئيل چې مهذب نړۍ ته به د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د دوي جائز حق وركول وي۔وزيرا??ظم عمران خان كشميريانو سره ولاړ دې او په نړيوالو فورمونو يې د مظلومانو په حق كښې غږ پورته كړی۔ده ووئيل چې پاكستان به د كشميريانو٬اخلاقي٬سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتي