اسلام آباد۔18جنوری (اے پی پی) د سېنېټ د نشائي ت??كو مخنيوي قائمه كمېټۍ غونډه كښې پاك افغان پولې ته نزدې د قاچاق د مخنيوي فورس تعيناتولو صورتحال او قومي اسمبلۍ كښې د رانا ثناﺀ الله د بن??ادي حقونو پشمول د نورو چارو جاج واغستلے شو۔ د ګل په ورځ د قائمه كمېټۍ غونډه د چيئرمېن سېنېټر سردار محمد شفيق ترين په مشرۍ كښې وشوه۔ دغونډې په مهال د كمېټۍ چيئرمېن ووئيل د رانا ثناﺀ الله په كېس كښې دې كومه داسې تګلاره خپله كړې شي چې ورسره د چارو په سمه ت??ګه او د قانون له مخې جاج واغستلے شي۔ سېنېټر لېفټېننټ جنرل (ر) عبدالقیوم ووئيل اختيارات دې د هېواد او قام ګټې له وكارولې شي ٬ چاسره بايد زياتې ونه شي۔ سېنېټر محمد جاوېد عباسي ووئيل پارليمان قانون سازي كوي او لاندې كار كونكې ادارې خپل اېس او پيز جوړوي۔ د رانا ثناﺀ الله د معاملې سپېځلې تحقيقات ضروري دي۔ د قائمه كمېټۍ په غونډه كښې سېنېټر سيمي ايزدي د معاملې بشپړ جاج واغست۔ سېنېټر سیمی ایزدی ووئيل د هېواد په پولو د نشائي ت??كو په قاچاق قابو موندل د اړوندو ادارو ذمه واري ده۔ د نشائي ت??كو كارول تر تعليمي ادارو خپور شوي ۔ نشائي ت??كي هر ځاے كښې په آسانۍ سره ترلاسه كېږي۔ اے اېن اېف سره د فنډز او عملې كمے دے۔ د بھرتۍ عمل دې زر تر زره ترسره كړے شي او د فرانزك لېب شمېره دې ښه كړې شي۔ د نشائي ت??كو مخنيوي سېكرټري كمېټۍ ته ووئيل په نشائي ت??كو قابو موندلو په حقله 2019ء كښې يوه پالېسي جوړه كړې شوې۔ هغه ووئيل يو كونسل چې مشري ئې وزيراعظم په خپله كوي هغه هم د معاملات جاج اخلي۔ هغه ووئيل په وفاقي او صوبائي كچه هم كمېټۍ جوړې كړې شوي۔