اسلام آباد 29 دسمبر (اے پی پی) خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قریشی وئيلي دي د پې ډي اېم ??ه احتجاج،لانګ مارچ او جلسو حكوم?? نه ختميږي۔ د اسرائیل تسليمولو ??ه اړه كوم فشار نه لرو۔د سعودی عرب يو غټ پلاوې پاكستان ته راځي۔ د نهې په و??ځ خپل يو بيان كې ده ووئيل د پې ډي اېم ??ه احتجاج،لانګ مارچ او جلسو حکوم?? نه ختيږي, د هغوي تر 31 جنوری ډیډ لائن به هم دغسې ختم شي لكه څنګه چې د 31 دسمبر ختم شو۔په 31 دسمبر د هغوي استعفاګانې راتللې ؟ ۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان ته د اولس باور ترلاسه دے هغه به ولي د پی ډی اېم په وينا استعفی وركوي؟زه پی ډی اېم ته نن وايم چې وزیراعظم عمران خان به په 31 جنوری استعفی نه و??كوي نو هغوي ولې د 31 جنوری انتظار كوي ٬ چې كومه پريكړه كوي نن دې وكړي۔ خارجه و??ير ووئيل پی ډی اېم، کراچی كښې اسرائیل نامنظور ریلی كوي-د سوچ خبره ده د دې خبرې حاجت ولي رامخې ته شوے۔اصل كښې اپوزیشن اولس ته ګوري۔د اسرائیل ??ه اړه زمونږ موقف واضح دے او په هغې ولاړ يوو ۔ده ووئېل اپوزیشن په حکومت فشار اچولو له چې كومه بيانيه جوړه كړې وه هغه ختمه شوې ۔خارجه و??ير ووئيل د وزیراعظم عمران خان بیان، زما بیان او د خارجه و??ارت اسټیټمنټس په ریکارډ پراته دي، په دې مهال د مولانا اجمل قادری رامخې ته شوي بيان وضاحت غ??اړي ٬ ن لیګ قیادت له به ووئيل وي چې مولانا اجمل قادري په كومه ایجنډا اسرائیل ته تللے ؤ?? ۔ده ووئېل د اسرائیل تسليمولو ??ه اړه هيڅ فشار په مونږ نشته۔خارجه و??ير ووئيل پاکستان او سعودی عرب خپلو كښې تاریخی او د ورورورولۍ اړيكې لري۔ سعودی عرب نیامے ډیکلریشن كښې په ښكاره ډول د پاکستان ملګرتيا كړي۔ ده ووئيل د سعودي عرب يو پلاوې به ډير زر پاكستان ته راشي چې پكښې به د هغوي د خارجه و??ير پشمول مهم شخصیات شامل وي دا ټول د دې خبرې غمازی کوي چې زمونږ د سعودی عرب سره دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كېږي۔ ده ووئيل هند د ترهه ګرۍ تربیې او کالعدم تنظیمونو معاونت کوي ،هند د پاکستان په ضد خپله خاوره كاروي۔خارجه و??یر ووئيل “ای – یو، ډس انفولیب” د هند ناوړه عزائم نور هم په ډاګه كړي۔