اسلام آباد 11 دسمبر(اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د جمعې په ورځ د داخله وزارت قلمدان سنبهال كړے۔ د پېنډۍ ضلعې فعاله سياست مدار شېخ رشيد احمد د طالب علمۍ څخه سياست پېل كړے او د نواز شريف په كابينه كښې په وړومبي ځل په كال 1991 كښې د صنعت وزير جوړ شوے ؤ او د كلتور وزارت هم ورسره ٶ۔ د نواز شريف په دوېم دور كښې هم شېخ رشيد احمد ته د لوبو كلتور٬ سېلګرۍ ٬ د ځوانانو چارو د محنت او افراي قوت او د سمندر پورې پاكستانيانو قلمدان سپارلے ش??ے ؤ ۔ په كال 2002 كښې د وزيراعظم جمالي په دور كښې د اطلاعات وزير جوړ كړے شوے ٶ دغسې د شوکت عزيز په کابينه كښې هم د رېل??ے او اطلاعات وزير پاتې شوے۔ وزيراعظم عمران خان شېخ رشيد احمد د پاكستان تحريك انصاف حكومت جوړېدو سره په كال 2018 كښې د رېلوے وزير جوړ كړے ٶ او د جمعې په ورځ ئې ورته د داخله وزارت قلمدان وسپارلو۔ شېخ رشيد احمد د خ??لو سياسي هلو ځلو پحقله په هر دور كښې ځانګړے مقام لري۔ شېخ رشيد احمد په ټي وي ټاك شوز كښې د ټولو خوښ شخصيت دے او د ده د خبرو انداز او تبصرې او تجريزې ډېر په غور او توجه سره اورېدلې كېږي۔