اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د لوړو زده كړو، تحقيق او د پرمختګ موقعې پېدا ك??لو لپاره د برټس هائي كمشنر كونسل او د پاكستان د لوړو زده كړو د كميسون شركت د ستائنې وړ دے، ځوانان د هېواد قېمتي اثاثه ده او دوي ته معياري تعليم وركول او تر لوړو زده كړو رسنه ضروري ده، اوسني حكومت د ځوانانو پرمختګ لپاره د نالج اكانومي له مخې د 160 مليونه بجټ بېل كړے. ده دا خبرې د نهې په ورځ د ??رت??نيې د اېجوكېشن ګېټ وے ورچوئل كانفرنس ته د وېنا ك??لو په مهال وكړې. د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل اوسنے حكومت تعليم يافته افرادي قوت پېدا ك??لو سره په نړيوال ماركيټ كښې د پاكستان تشخص ښه كولو لپاره پوخ عزم لري. ده ووئيل د برټش كونسل لخوا تكنيكي، وظيفه اي تعليم او په نورو تعليمي څانګو كښې مرسته د ستائنې وړ ده، د برټس كونسل پاكستان لخوا د ګرېټ اېوارډ او سټم سكيم اجرا هم د ستائنې وړ ده. ده ووئي?? د ??اكستان حكومت د تعليم په څانګه كښې د ??رت??نيې لخوا كېدونكې مرستې ته د قدر په سترګه ګوري. ده ووئي?? د ??اكستان او ??رت??نيې د پوهنتونونو ترمېنځه په تحقيقي څانګو كښې د روابطو اضافه خوشبينه ده. د سائنس او تحقيق په څانګو كښې د شركت د لارې مونږ خپلې ستونزې حل كولې شوو او نړۍ بهتره كولې شو. ده باور وركړو چې د تعليم څانګې پرمختګ لپاره به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي