پېښور 21 نومبر (اے پي پي) د و??يراعظم د غربت كمولو او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاكټر ثاني?? نشتر وئيلي دي چې حكومت بې وسه طبقې ته د احساس پروګرام له مخې ريليف وركولو لپاره ټولې وسيلې كاروي، د احساس پروګرام له مخې زده كوونكو ته مكمل سكالرشپ هم وركولې شي. د خالي په ورځ د پېښور په سكندر ټاٶن كښې د قومي سماجي او معاش?? سروے د څارنې په وخت مېډيا سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د و??يراعظم عمران خان د وژن له مخې د رياست مدينه لوظ پوره كولو لپاره به هر ډول هڅې كولې شي. هغې ووئيل چې په پاكستان كښې په وړومبي ځل د مستحق كورنيو ريكارډ محفوظ كولې شي چې دغسې غېر مستحق كسان د كومې مستحق كورنۍ استحصال ونه كړے شي. هغې ووئيل چې د خېبر پښتونخوا سماجي او معاش?? سروے سږ كال په ستمبر كښې پېل شوې وه كومه به چې په اپرېل ??ال 2021م كښې ترسره كېږي. هغې ووئيل چې د سروے په بنياد د حقدار او مستحق كورنيو ټاكنه كولې شي.