اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د پاك افغان فرېنډ شپ ګروپ اېګزېكټو كمېټۍ غونډه ?? شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې دوه اړخيزه تجارت كښې په اوسنو مياشتو كښې ?? شوي پېشرفت جاج واخستلے شو۔ غونډه كښې پارلماني غړو ٬ د وزيراعظم خصوصي مرستيال ارباب شهزاد، د پاکستان او افغانستان خصوصی استازي صادق خان، د خارجه وزارت ٬ تجارت ٬ نېشنل فوډ سېكېورټي ٬ مېري ??ائ?? افيئر ٬ اېف بي آر ٬ كسټم او اسټېټ بېنك اعلی چارواكو ګډون وكړو۔ سپيكر په اوسنيو مياشتو كښې پاك ۔ افغان تجارت كښې په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دوه اړخيزه تجارتي حجم لا زياتولو له دې په ترجيحي بنيادونو ګامونه پورته كړے شي۔ ده ووئيل په افغان پوله هره ورځ د 2000 ك??ټې??رو د تګ راتګ هدف له دې اقدامات وكړے شي۔ د اېف بي آر چارواكو ووئيل په پاک-افغان پوله ستمبر كښې د ك??ټې??رز د تګ راتګ شمېره 1058 وه كومه چې اوس د ورځې 1870 ک??ټې??رز ته رسېدلې۔ سپیکر اېف بی آر ته سپارښتنه وكړه چې په پاک۔ افغان پوله دې د ک??ټې??رز کلیرنس عمل يوه اونۍ كښې ترسره كړے شي۔ ده ووئيل په غلام خان ٬ انګور اډه او كرلاچي دې د اېف آئي اے عملې موجودګي باوري كړې شي۔ د خارجه وزارت چارواكو ووئيل د روان كال تر دسمبر مياشتې به كابل كښې د پاكستان سفارت كښې د قونصل هال فعاله كولو كار ترسره شي۔ سپيكر هدايت وكړو چې په پاك افغان پوله انګور اډه او غلام خان كښې د كم??شل بېنكونو څانګو جوړولو له دې سمدستي ګامونه پورته كړے شي۔ په پاک۔افغان پوله د چينو ولاړو ك??ټې??رز كليرنس حوالې سره شوي پېشرفت نه دې كمېټي خبر كړې شي۔ د اېف بي آر او سټېټ بېنك چارواكو ووئيل د نېشل بېنك او سټېټ بېنك ډله به سبا او بل سبا د غلام خان او انګور اډې دوره كوي۔ دوي زياته كړه چې د راروان كال تر مارچ مياشتې به په پاک۔افغان پوله غلام خان او انګور اډه كښې د بنكونو څانګې پرانستلې شي