اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر ??ارف علوي په هېواد كښې د سائبر سپېس محفوظولو په ضرورت زور رواړلو سره وئيلي دي دا اقدام د هېواد وګړو، کاروبارونو او د سرکاري اد??رو د آن لائن ډېټا تحفظ او سېكيورټي باوري كولو لپاره سائبر سپېس محفوظول ضروري دي، پاکستان ډيجيټلائزېشن پلو سفر پېل كړے چې ورسره د سائبر بريدونو خطرې هم زياتې شوي٬ په دې لړ كښې دې كوټلې اقدامات وكړے شي۔ ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو ??ه ورځ ايوان صدر كښې د سائبر/انفارميشن سکيورټي په اړه د اېډوائزري كمېټۍ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔ صدر ته د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزات لخوا د وګړو او اد??رو معلومات او سائبر سپېس سکيورټي لپاره په شوو اقداماتو ??ريفنګ وركړے شو۔ صدر مملکت دهېواد سائبر سپېس محفوظولو لپاره د ټولو شراكتد??رو په شريكو هلو ځلو زور رواړو۔ ده ووئيل د رامخې ته شوو ټېكنالوجيز استعمال او د څلورم صنعتي انقلاب څخه وګړو او اد??رو لپاره د سائبر بريدونو خطرات زيات شوي٬ دې څخه بچ كېدو لپاره د اد??رو د كار استعداد زياتولو ته اړتيا ده۔ صدر ووئيل د هېواد د قامي مفادات تحفظ سره سره د وګړو ٬ كاروبارونو او د سركاري څانګو په اړه د معلوماتو ??فاظت باوري كولو لپاره محفوظ انفارمېشن ايكو سسټم جوړولو ته اړتيا ده۔ صدر ټولو شراکت د??رو ته امر وكړو چې په هېواد كښې د وګړو او اد??رو مفادات په اړه پرائيوسي او د انفارمېشن تحفظ لپاره شريكې هلې ځلې وكړئ ۔ په غونډه كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت سېكرتټري شعيب احمد صديقي او د وزارت نورو لوړ پورو نه علاوه د اېډوائزري كمېټۍ غړو هم ګډون وكړو۔