اسلام آباد 31 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د كراچۍ اولس په ??تونزو سترګې نشو پټولې٬وفاق به د كراچۍ ستونزې لرې كولو او پرمختګ لپاره خپل بشپړ كردار ترسره كوي٬روانه اونۍ دې د كراچۍ ټرانسفارمېشن پلان ته حتمي شكل وركړے شي۔ده دا خبرې په ??پله مشرۍ كښې د كراچۍ د ستونزو مستقل حل لپاره د كراچي ټرانسفارمېشن پلان په ??ړه غونډې ته د وېنا كولو په مهال ??كړې ۔په ??ونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬د بحري چارو وزير سيد علي زيدي(وېډيو لنك)د سندھ ګو??نر عمران اسماعيل٬د اېن ډي اېم اے چيئرمېن لېفټيننټ جنرل محمد افضل او د اړوندو وزارتونو سېكرټريز او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔د غونډې په مهال ??زيراعظم ته د قائد ښار د ستونزو او د دې ستونزو مستقل حل لپاره د كراچي ټرانسفارمېشن پلان په ??ړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔د منصوبه بندۍ وزارت لخوا د كراچۍ ټرانسفارمېشن پلان په ??ړه وزيراعظم ته پريزينټېشن هم وركړے شو۔دا پلان د كراچۍ ستونزې او ضروريات تر مخه تشكيل كړے شوے ۔وزيراعظم د كراچۍ په ??تونزو خبرې كولو سره ووئيل د هېواد پرمختګ د كراچۍ پرمختګ سره تړون لري۔په كراچۍ كښې د اولس د ستونزو نه په مكمل توګه خبر يو٬د اولس د ستونزو نه سترګې نشو پټولې۔وزيراعظم هدايت وكړو چې ټولو ډلو سره په مشورۍ دې روانه اونۍ كښې د كراچۍ ټرانسفارمېشن پلان ته حتمي شكل وركړے شي چې دغسې د دې ?? باقاعده منظورۍ او عملدرآمد كار پیل كړے شي