اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي په اېم اېل ون منصوبه به د كار پېل لويه كاميابي وي٬ د منصوبې به په راتلونكو 15 ورځو كښې اېكنك څخه منظوري واغستلې شي، په منصوبه كښې به 90 فيصده پاكستانيان هنر مندان كار وي٬ يوازې لس فيصده به د چين نه راځي ۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ په رېلوے وزارت كښې خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د پاكستان چيف جسټس دا كېس اورېدلې زه دا ګڼم چې دا پرېكړه هم په دې لړ كښې اهميت لري٬ د منصوبې به په راتلونكو 15 ورځو كښې د اېكنك څخه منظورې كړې شي، په منصوبه كښې به 90 فيصده پاكستاني هنر مندان وي٬ يوازې لس فيصده به د چين نه راځي۔ ده ووئيل د انګرېز پرېښودلې شوې 1861 كلوميټره ??ټل?? څخه يو انچ نه دے زيات كړے شوے٬ د هېواد په تاريخ كښې په اول ??ل د 1872 كلوميټره فاسټ ټرېك كار پېل كېدونكے دے په كوم چې به يو كراسنګ نه وي۔ ده ووئيل د كنسټركشن عمل سر?? به د يو نيم نه تر دوه لكه كسانو ته روزګار تر لاسه شي۔ ده ووئيل چين سر?? د لوظنامې له مخې به لس فيصده انجينئرز او پوهان د چين نه راځي او 90 فيصده كستان به د پاكستان وي چې پكښې د رېلوے څخه ريټائرډ شوي كسان هم كار كولے شي۔ ده ووئيل د دې منصوبې نه علاوه مونږ سر?? هېڅ حل نشته٬د ساعت په سر د 160 كلوميټره مزل ??ټل?? به جوړولې شي كومه چې تر 200 كلوميټره ساعت په سر رسېدے شي۔ ده ووئيل د 9 اربه ډالرو دا مثالي منصوبه به په رېلوے كښې انقلاب راولي او هم دا به مونږ په بلټ ټرېن بدلولې شو۔ ده ووئيل اوسنۍ ??ټل?? به مونږ اېم ټو٬ تهري او فور او كوچنۍ ??ټل?? ته منتقل كوٶ۔ ده ووئيل دا مثالي منصوبه ده كومه چې د وزيراعظم عمران خان، زما او د لېفټي??نټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه په هلو ځلو ممكن كېږي۔ په دې موقع ده د پوښتنو ځوابونه هم وركړل او د پېنډۍ اولس ته ئې غږ وكړو چې د حكومت په اېس او پيز عمل كولو سر?? لوي ا??تر ولمانځۍ او خپله هم محفوظ شۍ او نور هم محفوظ كړي ۔