اسلام آباد 09 جولائی (اے پی پی) د تع??يم بین الصوبائی وزيرانو كونسل كښ?? ټولې تعلیمی ادارې د ستمبر وړومبۍ اوونۍ نه د پرانستلو پرېكړه شوې۔د شورو په ورځ د تع??يم وفاقی وزیر شفقت محمود په مشرۍ كښې د تع??يم بین الصوبائی وزيرانو غونډه وشوې۔په غونډه كښې د څلورو واړو ص??بو ، آزاد كشمیر او ګلګت بلتستا?? د ??ع??يم وزيرانو او اعلیٰ چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې د ټول سټیك هولډرز ترمينځه په دې تجویز اتفاق وكړے شو چې تعلیمی ادارې به د ستمبر په وړومبۍ اوونۍ كښې پرانستلې شي۔ په غونډه كښې دا هم ترسره شوې وه چې ستمبر څخه وړاندې به د تع??يم وزيرانو كونسل دوه غونډې كېږي چې پكښې به د كووېډ ۔ 19 صورتحال جاج اخستلے شي۔ د كووېډ ۔ 19 صورتحال په لړ كښې د تعلیمی ادارو پرانستلو نيټه وړاندې ورو??تو هم كيدے شي۔په غونډه كښې دا هم پريكړه وشوه چې تعلیمی ادارو له د اېس او پیز تر مخه د امتحانات اخستلو اجازه به هم وركولې شي