اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په بهر هېوادونو كښې د ګېرو شوو پا??ست??نيانو د راوستلو پرېكړه مو كړې، د ګلګت بلتستان او خېبر پښتونخوا حكومتونه به د اېس او پيز سره د كركيلې څانګه پرانيزي، مو??ږ د چين او اروپا غوندې د لاك ډاٶن متحمل كېدے نه شو، ما چې څنګه لاك ډاٶن غوښتو هغسې اونه شو، زمونږ په هېواد كښې 25 فيصده خ??ق د غربت د كرښې نه لاندې ژوند كوي ، د كورونا وائرس صورتحال آغېز زمونږ په معيشت هم شوے، د ټېكس په وصولې كښې 30 فيصده كمې راغلې، برآمدات او ترسيلات زر هم كم شوي، سرمايه كاري هم اودرېدلې، په راتلوونكو ورځو كښې د كورونا وبا لا زياتېدونكې ده ، د مرګ شرح كښې به اضافه اوشي، د كورونا وائرس د آغېز نه بچ كېدو لپاره بايد په اېس او پيز او احتياطي تدابيرو عمل وكړې شي، د واكسينو تر جورېدو به مو??ږ ته كورونا وائرس سره پاتې كېدل وي.ده دا خبرې د ګل په ورځ د قومي رابطه كمېټې د غونډې نه پس خبريالانو سره په خ??لو خبرو كښې وكړې. وزيراعظم ووئ??ل په نېشنل كمانډ اېنډ كنټرول سنټر كښې د ورځې په بنياد غونډې كېږي، په پا??ست??ن كښې د كورونا موجودګۍ نه سمدستي وروستو مو د اېن سي سي غونډه رابللې. وزيراعظم ووئيل د پا??ست??ن حالات د چين او اروپا نه ډېر مخلتف دي، په پا??ست??ن كښې 5 كروړه خ??ق د غربت د كرښې نه لاندې ژوند تېروي. وزيراعظم ووئيل كه د دې كورنيو كسانو كورنۍ هم ورسره كړې نو دا د 12 نه تر 15 كروړه خ??ق جوړېږي. دوه نيم كروړه داسې خلق دي چې كه ګټه اونه كړي نو د كور خلقو ته ډوډې نه شي وركولې. ده ووئيل زمونږ دا سوچ ؤ چې كه لاك ډاٶن مو وكړو او خلق راغونډ نه شول نو د كورونا وائرس خپرېدل كمېدې شي، مكمل لاك ډاٶن د دې علاج نه دے. د خلقو په زياته شمېره راغونډېدو سره دا په تندې سره خ??رېږي، د سماجي فاصلې ساتلو سره هم كمې راتللې شي. ده ووئ??ل په امريكا، اروپا او اټاليا كښې د كورونا وائرس له امله په ډاكټرانو او نرسانو فشار زيات شوے. د لاك ډاٶن مقصد دا ؤ چې كورونا وائرس كم نه كم وي خو مو??ږ سره د مزدورۍ كوونكو فكر هم ؤ چې د دوي به څه كېږي. ده ووئ??ل په تحقيق كولو معلومه شوه چې دوه نيم كروړه خ??ق دلته د ورځې مزدوري كوونكي دي، د مكمل لاك ډاٶن په صورت به مزدوي كوونكي او غريب خلق زيات آغېز مند كېدل، د جزوي لاٍك ډاٶن مقصد د وائرس خپرېدنه كمول وو۔ده ووئېل مالدار او غريب لپاره د لاك ډاٶن آغېز مختلف دے. وزيراعظم ووئيل مو??ږ اېس او پيز وركوو، يو نېګټو لسټ مو هم جوړ كړے، چرته چې زيات خطر دے، هلته به لاك ډاٶن كوو. وزيراعظم ووئيل اوس هم په ښارونو كښې د 50 فيصده نه زيات وېنټي لېټرز موجود دي او په ځينې ځايونو كښې د دې نه هم زيات دي. په دې غور كوو چې د طبي عملې څنګه مرسته وكړې شي. وزيراعظم ووئيل د بهر نه راتلوونكو كښې چې د چا ټېسټ پازېټو وي، يوازې هغه به قرنطينه كولې شي، نور به كورونو ته ځي.وزيراعظم ووئيل وفاقي وزير اسد عمر به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د اېن سي او سي د غونډې نه پس تفيصلات بيانوي او د ورځې په بنياد به هم معلومات اولس ته وركولې شي.