اسلام آباد 20 مئی (اے پی پی) خارجه وزير ??اه محمود قریشی سره پاكستان لپاره د اروپ??ئي ائتلاف سفیر اینډرولا كیمیناره د شورو په ورځ ليدلې دي۔د خارجه دفتر وياندې له مخې د كورونا وائرس وبا په مهال په اوسني صورتحال او د وبا اثراتو مخ نيوي لپا ره په شوو هڅو په اړه د خيالاتو څركندونه شوې ۔ خارجه وزير ?? كورونا وبا له امله اروپ??ئي ائتلاف كښې په شوې زيان د افسوس څرګندونه وكړه او د پاكستان حكومت او اولس د اړخه ئې ورسره د يووالي څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير ووئيل كورونا وبا په ټوله نړۍ كښې خپره شوې ، د دې وبا اثراتو مخ نيوي لپاره په نړيواله كچه هلو ځلو كولو ته اړتيا ده، پاكستان د خپلو محدودو معاشی وسائلو باوجود د وبا له امله ځپلې شوو كسانو لپاره 8 اربه ډالره بيل كړي۔ شاه محمود قریشی ووئيل پاكستان او اروپ??ئي ائتلاف ترمينځه د ګڼو څانګو په اړه د دوه اړخيزه اړيكو وده خوشبينه ده۔ده ووئېل د كورونا وائرس له امله رامخې شوې صورتحال مخ نيوي لپاره د اروپ??ئي ائتلاف د اړخه د پاكستان په وخت معاونت كول د ستائنې وړ دے۔ خارجه وزير ووئيل اروپ??ئي ائتلاف دې د بشري حقونو علمبردار په حيث مقبوضه جمو او ك??می?? كښې د بدترینې كرفیو او د بشري جقونو خلاف ورزیو نوټس واخلي۔ مخدوم شاه محمود قریشی ووئيل اروپ??ئي ائتلاف دې په مقبوضه ك??می?? كښې د بشري حقونو خلاف ورزیو سلسله بندولو ٬ د بنديزونو لرې كولو او د هند په زندانونو كښې د بنديوانو ك??می??یانو خوشې كولو لپاره په هند فشار واچوي۔دغسې پاكستان كښې د اروپ??ئي ائتلاف سفیر د موجوده وبائې چیلنج ترمخه د پاكستان د اړخه اقدامات ستائلو سره د اروپ??ئي ائتلاف د وركړې مرستې تفصیلات نه هم خارجه وزير ??بر كړو