اسلام آباد ۔ 5 مئی (اے پی پی) د هند په بېلو برخو ??ښې د كورونا وائرس لاك ډاؤن د لاسه ګېر شوي پاكستانيان د نهې په ورځ د واهګه بارډر د لارې هېواد ته رارسېدلې ۔ نوې ډيلي ??ښې د پاكستان هائي كمېشن له مخې د کووېډ 19 وبائی رنځ د لاسه هند ??ښې د لاك ډاؤن او د اټاري واهګه بارډر بندېدو په نتيجه ??ښې دا پاكستانيان د تېرو څو اونيو نه په هندي رياستونو چھتیس ګړھ، ګجرات، هریانه، مدھیه پردېش، مهاراشټر، پنجاب، راجستھان، اترپردیش او مغربی بنګال ??ښې ايسار كړې شوې وو كوم چې د مقدسو ځايونو زياترت يا هلته درملنو له تللې وو۔ د پاکستان هائی کمېشن د دوي صبر ٬ زغم او تفاهم ستائلو سره ووئيل پاكستاني مشن د خارجه دفتر او اړوندو قامي اسټېك هولډرز په مرسته د دوي زر تر زره پاكستان ته راوستلو له ټولې ممكنه هڅې كړې ۔ پاکستانی مشن 25 ښارونو څخه د دې پاكستانيانو اټاري ته د منتقل كولو لپاره لاجسټكس آسانۍ وركړې۔ ده ووئيل 20 مارچ څخه تر دې دمه هند نه 243 پاکستانیان هېواد ته راوستلې شوي او مشن په دې لړ كښې په مرسته كولو د هند خارجه وزارت مننه كړې ۔ هائي كمېشن به هند كښې ??ېرو شوو پاتې ټولو پاكستانيانو هېواد ته زر تر زره راوستلو له خپلې هڅې روانې ساتي۔ د هائي كمېشن وېنا ده په داسې وخت كښې ??ې مونږ د كورونا وائرس سره مخ يؤ هند ??ښې د ايسارو شوو پاكستانيانو تحفظ او د دوي زر او حفاظت سره هېواد ته بېرته راتلل زمونږ اولنۍ ترجيح ده