اسلام آباد ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی په مشرۍ كښې د شورؤ په ورځ د كورونا وبائي چېلنج مخنيوي حوالې سره د لوړې كچې غونډه وشوه۔ غونډه ك??ې بهر هېوادونو كښې خپل وطن ته راتللو ته د انتظار كوؤنكو پاكستانو وګرو بېرته راتلل ممكن كولو له د بېلو اړخونو جاج واخستې شو۔ غونډه ك??ې د هوا بازۍ وفاقي وزير غلام سرور خان، د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سید ذوالفقار بخاری، د نېشنل سېكورټي خاص مرستيال ډاکټر معید یوسف، خارجه سېكتر سهېل محمود، د هوا بازۍ ډويژن سېكتر حسن ناصر جامی او د خارجه وزارت په شمول اعلی عس??ري چارواكو هم ګډون وكړو۔ خارجه وزير ووئيل دې څخه وړاندې په شوو درېو غونډو كښې مونږ اېوی اېشن اتھارټی، اوورسیز ډویژن، نېشنل انسټی ټیوټ آف هېلت، پی آئی اے او نورو اړوندو ادارو څخه وړاندېزونه اخستي وو او په دغه وړاندېزونو بشپړ مشاورت شوې۔ ده ووئيل زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح پاكستان ته د هغه كسانو بېرته راوړل دي كوم چې د نړۍ په بېلو هوائي مېدانونو كښې ګېر دي۔ دې مقصد لپاره مونږ خارجه وزارت كښې په سمدستي توګه کرائسز مېنجمنټ سېل جوړ كړو كوم چې ګرده نړۍ كښې د پاكستان سفا??تخ??نو سره پرله پسې تماس كښې دے۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل تھائی لېنډ څخه د ټېسټ فلائیټ د لارې 170 مسافر راوستلې شول او د دې ټولو ټېسټ و??ړې شو۔ الحمد لله ??ول ټېسټونه منفي ثابت شول۔ ده ووئيل مونږ له به په ټولو هوائي مېدانونو مثبت كېسونو له د قرنطينه په شمول د نورو ټولو طبي آسانيو رسنه باوري كول وي۔ ده ووئيل دا مهال په زياتره هېوادونو كښې د لاك ډاؤن دلاسه فلائټس آپرېشن معطل دے۔ د پی آئی اے لخوا په دې اړه د شوو تيارو حوالې سره ګډون كوؤنكو ته بريفنګ ور??ړې شو۔ غونډه ك??ې د اپرېل په 4 مه نېټه د نړيوال فلائيټس بحال كېدو په صورت د تګلارې مرتب كولو په اړه مشاورت و??ړې شو۔ په دې غونډه ك??ې چې په كومو وړاندېزونو صلا راغله هغه به د نېشنل كوآرډينېشن راروانې غونډې ته منظورۍ له وړاندې كولې شي