اسلام آباد ۔ 30 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي سره د وزيراعظم د ځوانانو چ??رو خاص مرستيال عثمان ډار ملاقات كړے۔ ملاقات كښې د وزيراعظم عمران خان لخوا د كورونا وائرس حوالې سره د خاص فنډ او د ضرورتمندو مرستې له د ټائيګر فورس جوړولو په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ خارجه وزير و??ئي?? وزیراعظم عمران خان د پاكستانو ځوانانو جذبه او د دوئي د كار استعداد تر مخه دوئي د كورونا په ضد د ضرورت مندو مرستې له كارول غواړي۔ او دا ځل ئې دوئي ته د ”کورونا ټائیګر فورس” نامه وركړې ده۔ ده و??ئي?? د لاك ډاؤن د لاسه د كم آمدن لرونكې طبقې د ستونزو ادراك لرؤ۔ ده و??ئي?? د بې وزله وګړو ستونزو ازالې له کورونا ټائیګر فورس عملي كولې شي۔ مخدوم شاہ محمود قرېشی و??ئي?? پاكستانو ځوانانو كه سېلاب وي يا زلزله په هر سخت وخت كښې ئې د غوره جذبې څرګندونه كړې ??و ځانګړې خذمتونه ئې ترسره كړي۔ عثمان ډار و??ئي?? د وزيراعظم په هدايت د کورونا ټائیګر فورس جوړولو عمل پېل كړې شوې۔ ده و??ئي?? دا رضا ك??ر فورس به قرنطينه كښې د ساتلې شوو كسانو پهرې او په بېړني حالاتو كښې د راشن تر كورونو رسولو له كارولې شي۔ خاص مرستيال خارجه وزير ته و??ئي?? ټائيګر فورس كښې ګډون له به ټول هېواد څخه د رضا ك??رو رجسټرېشن عمل 31 مارچ څخه تر 10 اپرېل د سيټيزل پورټل د لارې بشپړولې شي۔ دا رضا كار به ضلعي انتظاميې سره په ??ډه خپلو سيمو كښې ضرورت مندو وګړو ته د خوراك رسولو ذمه واري ترسره كوي