پېنډې 22 فروری (اے پي پي) د ترهګرې او شدت خوښې خاتمې لپاره د پېل كړې شويو ردالفساد عملياتو درې كاله ترسره شول. د ترهګرې په ضد په ټول هېواد كښې دا عمليات ?? فرورې په 22مه نې??ه كال 2017م كښې پېل شوي وو. سرلښكر جنرال قمر جاوېد با??وه وئيلي دي چې د ترهګرې بيانيې ته په ماتې وركولو قوم ته سلام او ټولو شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كوو. د آئي اېس پي آ?? لخوا د خالي په ورځ په ټويټر وركړې شوي ټويټ كښې د آئي اېس پي آر ډي جي مېجر جنرال با??ر افتخار ووئيل چې د ترهګرې څخه تر سېلګرې په دې سفر كښې امنيتي ځواكونو د قوم مكمل ملاتړ ترلاسه كړے. په دې لړ كښې سرلښكر جنرال قمر جاوېد با??وه وئيلي دي چې د پاكستان پوځ د هېواد خپلواكې او د امنيتي چېلنجونو مقابلې لپاره تيار دے. د ترهګرې مكمل خاتمې سره ??ه په پاكستان او منطقه كښې امن او استحكام راشي.