اسلام آباد 14 فروری (اے پی پی) د تركيې اولس مشر رجب طیب اردوان وئيلي دي د پاكستان دړد زمونږ دړد دے، د پاكستان خوشحالي زمونږ حوشحالي ده، د كشمير په مسئله په امناكه توګه او د خبرو اترو د لارې د هواري په موقف ولاړ يو، پاك۔ترك د ورورولۍ اړيكې به ټول عمرې قائمې وي، د ترهه ګرۍ مخنيوي كښې به مونږ د پاكستان سره مرسته روانه ساتو، پولې او فاصلې د مسلمانانو د زړونو ترمينځه ديوال نشي ګرځېدې، د ټولې نړۍ د مسلمانانو په دړد كښې شريكيدل او په هغوي د ظلم كولو په ضد ملګرتيا زمونږ فرض دي، دا زمونږ ايمان دے چې د ظلم مقابله نه كول د ظلم كولو مترادف وي ، پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان دے، د اقتصادی پرمختګ ع??ل په ورځو كښې نه ت?? سره كېږي ۔ د جمعې په ورځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپل خطاب كښې ده وو??يل زه د پاكستان اولس ټاكلو نمائندګانو موجودګۍ په توسط سره خپلو وروڼو او خويندو ته د لوئ عزت او احترام سره د مېنې سلام كوم، د پاكستان سركاری دورې په موقع معززو غړو ته مخاطب كيدل زما لپاره د خوشحالۍ مقام دے، نن زه په دې لوئ چاپيرچل كښې په ګډون كولو د لوئ څښتن مننه كوم۔ په دې شريكه غونډه كښې ما له د خطا?? كولو په موقع راكولو زه ستاسو د ټولو مننه كوم۔ زه به د خپل خطاب په پيل د ټولو نه وړاندې تاسو ټولو ته د تركیې د 8 كروړه 30 لكھ خويندو او وروڼو سره د تركيې د ګرینډ نیشنل اسمبلۍ د نمائنده پارلماني غړو سلام هم وكرم۔ ده وو??يل اسلام آباد ته په رارسيدو چې اولس په څه ډول زما هركلې كړي، زه په هغې د پاكستانی اولس او اعلیٰ چارواكو مننه كوم۔ مونږ دلته په پاكستان كښې خپل ځان نااشنا نه محسوسوو۔ ده وو??يل د تركیې او پاكستان غوندې د ورورولۍ اړيكې په نړۍ كښې بل چرته نشته، نن د پاكستان او تركیې په اړيكو ټول وياړېږي، په اصل كښې د تاریخی پېښو په نتيجه كښې قوي او كوټلو اړيكو د حقیقی ورورولۍ شكل اختيار كړې۔ده وو??يل د غزنيه سلظنت بانی محمود غزنوی د وخت نه ت??كيه د دې پراخه جغرافیې برخه وه ۔ د سلطنت مغلیه بانی ترك النسل ظهیر الدین بابر او نور مغل حكمرانانو د موجوده پاكستان پشمول په ټوله سيمه تقریباً 350 كاله حكومت كړې او زمونږ پھ شريك تاریخ ئې اثرات پرېښودې۔ ده وو??يل زمونږ صدارتی نشان كوم چې تركيانو جوړ كړے په هغې د 16 ریاستوتو ستوري پړقېږي، په هغې كښې د ظهیر الدین بابر جوړ مغلیه سلطنت او د غزنویانو سلطنت ستوري هم پړقېږي۔ده وو??يل د اردو ادب لوئ شاعر مرزا اسد اﷲ خان غالب، د تحریك خلافت روح رواں جوهر برادرز او د بلقانی جنګونو په موقع د سلطنت عثمانیه پوځي ډلو مرسته كولو له د عبدالرحمان پېښوري غوندې هستۍ زمونږ په شريك تاریخ كښې په غوره ټګو ليكوونكو هستیو كښې يو څو دي۔ ده ووئېل د تركیې او پاكستان اړيكې د علامه محمد اقبال او قائداعظم محمد علی جناح قیمتی ورثې په منيجه كښې تر موجوده دور رارسيدلې۔ ده وو??يل 1915ء كښې چې كله د تركيې پوځ يو زبردست مزاحمت سره د آبنائے چناق قلعې دفاع كوله نو هغه وخت د ډګر څخه 6 زره كلو میټره لري په دې خاوره روانې مظاهرې او لاريونونه زمونږ د تاریخ نه هيرېدونكې پاڼې دي۔ ده وو??يل لاهور ښار كښې د كيدونكو دغې تاریخی جلسو مركزي نګاه چناق قلعه وه۔ د دغې جلسو اهتمام كوونكو منتظمینو اصل مقصد پھ چناق قلعه كښې د جنګېدونكې تركې پوځ او ترك اولس ملاتړ ؤ۔ ده وو??يل په دغه ورځ ټول مسلمانان په لاهور كښې لارو ته راوتې وو۔ رجب طیب اردوان وو??يل كله چې مونږ د ژوند او مرګ په كشمكش كښې راګېر وؤ نو په دې جغرافیه كښې زمونږ وروڼه او خويندې دهغه دور نه د آبادیات ظلم او ستم ښكار وؤ او د ټولو خفګانونو باوجود په میدانونو ٬ كوڅو او لارو كښې د چناق قلعه لپاره مرسته كېدله، د نيمې اوچې ميرمنو مسلمانانو د خپلو لاسونو بنګړي ، والۍ او مشرانو خپلې روپۍ وركړې وي۔ ده وو??يل په هغه ورځ د لاهور جلسو ته خطا?? كوونكو كښې شاعر علامه محمد اقبال هم شامل ؤ۔ علامه محمد اقبال په سټیج په لوئ سټيچ څو ورځې وړاندې د ليدلې خوب څخه اولس خبر كړو۔ د تركيې اولس مشر وو??يل مونږ د سخت فشار ٬ دهړكو او د غريبۍ ښكار كيدو باوجود د خپلو خويندو او وروڼو ښېګړه كله هم نشو هيرولې او ده ممكن هم نه ده ۔ ده وو??يل د پاكستان سره د وړومبۍ ورځې راهسې راروانې اړيكې به ت?? آخر قائمې وي ځكه مونږ د يو بل سره د ورورولۍ اړيكې لرو ۔ ده ووئېل زمونږ ملګرتيا په ګټه اډانه نه بلكه د عشق او مينې ملګرتيا ده۔ د پاكستان دړد زمونږ دړد او د پاكستان خوشحالي زمونږ خوشحالي ده۔ د نركيې اولس مشر وو??يل د دې سوچ سره مونږ پاكستان كښې په اوسنيو كښې د راغلې قدرتی آفتونو، سیلاب او زلزلې د تباهې په موقع خپل ټول امكانات كارولو سره د خپلو وروڼو خويندو مرسته كړې ۔ ده وو??يل تركیه كښې په 15 جولائی د ناكامه بغاوت چې پكښې 251 شهادتونه شوي ، نه پس د پاكستانې اولس دعاګانې مونږ د نزدې نه محسوس كړي۔ ده وو??يل د پاكستان چارواكو د ترهه ګر تنظیم فیتو سره منسلك سكولونه د تركیې معارف فاؤنډیشن ته په سپارلو زمونږ د حقیقی ملګرتيا كولو ثبوت وركړي۔ اكتوبر كښې په سوريه كښې د پيل شوو چشمه امن پوځي عملياتو هم پاكستان او د پاكستان اولس مرسته كړي۔ده وو??يل ایلاضی او مالاتیا كښې د زلزلو په موقع سركاری چارواكو نه ت?? يو عام پاكستانی مونږ ته د مرستې او يووالي پیغامونه رالېږلې شوي۔ده وو??يل زه يو ځل بيا د پاكستان اولس د اړخه د تركیې په هر دړد او خوشحالۍ كښې په شامليدو ستاسو مننه كوم۔ ده دعا اوكړه چې لوئ څښتن دې زمونږ دا مرسته او اشتراك قائم اوساتي۔ده وو??يل د تير وخت غوندې سباؤن كښې به هم د پاكستان ملګرتيا روانه ساتو۔ رجب طیب اردوان وو??يل پاكستان او تركیه د خوشحالۍ پلو روان دي، په دې كښې هيڅ شك نشته چې د اقتصادی پرمختګ ع??ل پھ څو ورځو كښې نه ت?? سره كېږي ، دې لپاره به مونږ له خواري كول وي، منصوبه بندی به كول وي، مونږ له به د عزم، یقین او خود اعتمادۍ څخه كار اخستل وي، د پرمختګ ترلاسه كولو كښې استحكام او باور دوه لازم او ملزوم عوامل دي۔ده وو??يل زه باور لرم چې د پاكستان قانون سازۍ ادارې مجلس عامله، عدالتونو او پوځي ادارو سره د شريكې مرستې په چاپيرچل كښې به د روانو هلو ځلو ميوې ترلاسه كېدل پېل شي۔ ده وو??يل د تركیې پاكستان شريك وركنګ ګروپ غونډه كښې به د سرمایه كارو سره ملاقات كېږي۔ده وو??يل مونږ يو ځل بيا د پاكستان روښانه سباؤن او په معیشت د باور سره ت??ئید كوو۔ ده وو??يل د وزیراعظم پاكستان عمران خان د تركيې دورې په مهال شريكو رابطو ته د ودې وركولو په معامله كښې مطابقت جوړ شوې ؤ او مونږ اړوندو چارواكو ته سپارښتنې كړې وي۔