اسلام آباد ۔ 11 فروری (اے پی پی) د اسلام آباد آئي جي محمد عامر ذوالفقار خان وئيلي دي د پوليس هر يو ځوان په اهليت او صلاحيت بھرتي كړې شوې ۔ په هر يو اهلكار لازم ده چې خپل فرض په ايماندا??ۍ سره ترسره كړي او د وګړو د مال او ځان حفاظت كولو سره د پوليس نامه روښانه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پوليس لائن هېډكوارټر كښې ټرېننګ كوؤنكو رېكروټس ته خطاب كښې وكړه?? ده ووئيل تاسو د اهليت په بنياد بھر??ي شوې ئې ۔ ستاسو تربيه روانه ده او هيله لرم چې ټرېننګ بشپړېدو څخه وروستو به په ايماند??ۍ سره خپل فرض ترسره كوې ?? ده ووئيل تاسو له د خپلې محكمې نامه روښانه كول دي او شوق او ريښتنې جذبې سره د وګړو د مال او ځان حفاظت كول دي?? ده ووئيل د كوم بې وزله وګړي مرسته به ستاسو د خوشحالۍ سوب ګرځي۔ تاسو له به دا خبره باوري كول وي چې د بې وزله او بې آسرې خلقو مرسته كول دي?? ده ووئېل لوئے څښتن د نوكرۍ په شكل كښې تاسو ته يوه غوره موقعه دركړې چې د خلقو مرسته وكړۍ