اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاکټر ظفرمرزا وئيلي دي د جاپان حكومت به د پوليو واكسين اخستو لپاره د پاكستان 4.5 مېليونه ډالره مرسته كو??٬ چې ورسره به پاكستان كښې د پوليو مخنيو?? پروګرام دسمبر كال 2019 څخه تر نومبر كال 2020 دوه كروړه كوچنيانو ته د پوليو نه د بچ كېدو واكسين وركولو هدف سر كړ?? شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د جائيكا او يونېسف ترمېنځه د لوظنامې لاسليك كو??و دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع پاكستان كښې د پوليو پروګرام لوړ پوري هم موجود وو۔ ده ووئيل پاكستان دا مهال د پوليو خاتمې سخت صورتحال سره مخ دے خو حكومت د پوليو د خاتمې عزم كړ?? او ټولې ممكنه هڅې كو?? چې ټول واكسين كوچنيانو ته ورسيږي ۔ ده ووئيل پاكستان د پوليو نه پاك هېواد جوړولو ته حكومت پاملرنه كو??۔ ده ووئيل سږ كال د پوليو 94 كيسونه رامخې ته شوې چې پكښې زياتره په خېبر پښتونخوا كښې دي۔ ده ووئيل سږ كال مونږ پاكستان كښې د پوليو خاتمې لپاره د موثره كمپائن منصوبه بندي كړ?? چې پكښې درې قامي او دوه ضمني كمپائن شامل دي۔ په دې موقع پاكستان كښې د جاپان سفارت چارواكي او د يونېسف استازي هم وېنا وكړه