اسلام آباد 09 نومبر (اے پی پی) د حضور نبي كريم ۖ د زېږېدنې ورځ?? په لړ كښې نړيوال رحمت اللعالمین کنفرنس ??ه ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د روانې مياشت?? په 10مه نېټه اسلام آباد كښې كېږي۔ وزيراعظم عمران خان به د پرانستې دستورې مشري كوي۔ د روان كال په مهال د كنفرنس ??رخط “د مدېنې ریاست او د جدید اسلامی ریاست تصور د تعلیمات نبویۖ په رڼا كښې” غوره كړې شوے۔ د مذهبي چارو وزارت كنفرنس كولو له ټولو انتظاماتو ته حتمي شكل وركړې ۔ د کنفرنس ?? سرخط له مخې د ګرد هېواد پوهنتونونو ٬ كالجونو ٬ ديني مدارسو ٬ علماﺀ كرامو او مشائخو تحقيقي مقالې مقابلې له استولې دي۔ دې سره سره به په سيرت او نعت رسول مقبول قامي او سيمه ايزو ژبو كښې د ليكلو كتابونو مقابله به هم وي۔ د كنفرنس ?? پرانستې سېشن مشري به وزیراعظم عمران خان او آخري سېشن مشري به اولس مشر ډ??كټ?? عارف علوي كوي۔ كنفرنس كښې ګډون كولو له د ګرد هېواد مهمو شخصياتو ٬ علماﺀ كرامو ٬ مشائخو او سكالرانو ته بلنه وركولې شي۔ د مذهبي چارو وزارت ترمخه د روان كال په مهال كنفرنس كښې ګډون كولو له د سعودی عربستان، ایران، مصر، عمان، عراق، تیونس ??و شام علماﺀ كرام او پلاوي هم رابللې شوي۔ دغس?? په خصوصي توګه د جامع الازهر او مدينه پوهنتون پروفېسرانو او د مسجد اقصي خطيب ته هم كنفرنس كښې د ګډون كولو له بلنې وركړې شوي۔