اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د پاكستان په دوره راغلې د برتانيې شهزاده وليم خپلې ك??رن?? ډچز آف كيمبرج مېډلټن په وزيراعظم هاؤس كښې ملاقات كړې۔وزيراعظم عمران خان د نهې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس ته په راتګ د برتانيې شاهي جوړی تود هركلے وكړو۔ ده د شاهي مېلمنو په درناوي كښې د ماسپخښين م??لمستيا هم وكړه۔ د دې څخه وروستو شاهي جوړې وزيراعظم سره ملاقات وكړو كوم چې يوه نيم ساعت دوام لرلو۔ په دې م??قع خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬خارجه سېكتر سهيل محمود٬د برتانيې هائي كمشنر تهامس ډريو او شهزاده وليم پرنسپل پرائيوېټ سېكتر سائمن كېس هم موجود وو۔ شاهي جوړې دې څخه وړاندې د انجونو سركاري هائي سكول يونيورسټي كالونۍ دوره وكړه۔ شهزاده وليم او شهزادې كېټ مډلټن د سكول كوچنيانو سره ستړې مشي وكړل۔شهزاده وليم او د هغه ك??رن?? د سكول بېلې برخې وكتلې۔په دې م??قع د سكول انتظاميې شاهي جوړې ته د سكول په اړه بريفنګ وركړو او هغوي يې په پاكستان كښې د تعليم نظام په اړه هم خبر كړل