اسلام آباد 24 اګست (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې يوه غونډه شوې چې پكښې په وزيراعظم هاؤس كښې تر ټولو د جديد پوهنتون يونيورسټي آف انجينئرنګ او ايمرجنګ ټېكنالوجيز جوړولو په ??ړه د پرمختګ جاج واخستې شو۔ په ??ونډه كښې د پوهنتون په ??ېلا بېلو چارو بحث وكړې شو۔ په ??ونډه كښې د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬ د سائټس او ټېكنالوجې په ??ړه د ټاسك فورس چيئرمېن ډاكټر عطاالرحمان٬ د سائنس او ټېكنالوجې سېكتر او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير وزيراعظم ته د سائنس او ټېكنالوجې د تعليم ودې٬ د تحقيق ډاډګېرنې او د بېلا بېلو حكومتي تنظيمونو او صنعتونو ترمېنځه د روابط جوړولو په ??ړه بريفنګ وركړو۔ پروفېسر ډاكټر عطاالرحمان بريفنګ وركولو سره وزيراعظم خبر كړو چې ټاسك فورس جامع نالج اكانومي پاليسي دستاوېز تيار كړے۔ د دې نه علاوه په كاروبار كښې د اسانې او بهترې په ??ړه هم دستاوېزات تيار كړې شوي دي۔ دا ??ستاوېزات به د سرمايه كارې بورډ سره شريك كړے شي۔ ده ووئيل چې ټاسك فورس به د ټېكس وصولې په څانګه كښې د اېف بي آر او د نادرا ترمېنځه په موثره رابطه جوړولو كښې هم مرسته كوي۔ وزيراعظم سائنسي او تكنيكي تعليم او د تحقيق ودې لپاره د سائنس او ټېكنالوجې وزارت هڅې وستائيلې او وې وئيل چې په كركيله كښې دې وېليو اېډيشن ته ترجيح وركړې شي۔ وزيراعظم د سائنس او ټېكنالوجې وفاقي وزير او د لوړو زده كړو كميسون چيئرمېن لخوا د غوره كړې شويو 15 غوره پوهنتونونو د انتخاب او د خاص درجې وركولو منظوري هم وركړه۔ وزيراعظم د پوهنتونونو لخوا د دوي د تحقيق په ??نياد د تجارتي پروژو جاج اخستلو٬ د سك??لر??پ پروګرام احساس پروګرام سره د تړلو او مربوط كولو او د تحقيق او پرمختګ چارو په وده كښې مهم كردار ترسره كولو لپاره د صنعتونو د ډاډګېرنې هدايت وكړو۔