اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير اعجاز احمد شاه په بلوچستان او شمالي وزيرستان كښې په پاك ??وځ د ترهګرو د بريدونو غندنه كړې او وئيلي ئې دي چې د ترهګرو ناپاك عزائم به ??له هم كاميابې ته پرې نه ږدو۔ د خالي په ورځ د كورنيو چارو د وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير د ترهګرو په دې بريدونو كښې شهيد شو??و لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل چې د شهيد شويو افسرانو او ځوانانو د كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ په داسې كارروائيو كښې ككړ ترهګر د هېواد دښمنان دي او د ترهګرو ناپاك عزائم به ??له هم كاميابې ته پرې نه ږدو۔