اسلام آباد 13 جون (اے پي پي﴾ د اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئې??ي دي د تېرو لسو كلونو په مهال د شوي كرپشن پلټنو لپاره د انكوائري كمېشن ټي او آر جوړوو٬راروانه اونۍ كښې به وزيراعظم عمران خان د پلټنو كمېشن مشر غوره كړي٬ يو داسې كس به مشر جوړولې شي د چا ماضي او حال چې بې داغه وي٬د تېرو لسو كلونو په مهال هر هغه كس څوك چې پبلك آفس هولډرز پاتې شوې٬كه په حكومت كښې وي او كه د حكوم?? څخه بهر٬ټول?? له به د آئين او قانون له مخې د خپلو اعمال حساب وركول وي٬د راج كماري چغو وهلو څخه دا ثابته شوې چې شريفې كورنۍ د عبر?? څخه هم زده كړه نه ده كړې٬زندانون?? له د مقدسو ځاېونو درجه وركولو سره سياسي ګدې نشين د هغوي سره په ملاقات كولو وياړېږي چې د هېواد د غلو سره مو ملاقات كړے ٬وزيراعظم ته د چا څخه خطر نشته٬د وګړو دعاګانې هغه سره دي او د لوے څښتن په طاقت باور لرو٬تر لس زره بل به كروندګر پخپله وركوي او پاتې روپۍ به وفاق او صوبه په ګډ?? وركوي٬دې سره به په زرعي سسټم كښې اصلاحاتو سره د كروندګرو بوج كمول?? له مرسته ترلاسه شي۔دې د زيارت په ورځ پي آئي ډي كښې د نېشنل فوډ سېكورټي اينډ رېسرچ وفاقي وزير پير محبوب رحمان سره خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د حكومتي اقداماتو په سوب به زرعي څانګه وده ومومي ځكه چې كركيله د هېواد په معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري او دغه د كلي والو سيمو د آمدن ذريعه هم ده۔