پېنډۍ ۔ 29 اپرېل (اے پی پی) د پاك پوځ وياند مېجر جنرال آصف غفور وئيلي دي څو?? چې غريږي هغه نه وريږي۔ هند چې څه ??م كول غواړي اول دې د خپلو الوتكو رانسكورېدل ياد ولري۔ دا 1971 كال نه دے او نه هغه پوځ او حالات ٬ د صبر امتحان دې زم??نږ وانخستلې شي۔ ته وائې اتومي اثاثې د ديوالي تهوار لپاره نه دي نو راځه م??نږ هم چمتو يؤ۔ پاکستان به خپلې دفاع او سلامتيا له هر يو صلاحيت كاروي۔ دا په هند ده چې هغه منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره خبرو ته كېښناستل غواړي يا د فرورۍ 27 نېټه بيا تازه كول غواړي۔ د پاك هوائي ځواك الوتكو په توغندي د بريد نه پس د هند د وسلې په ډپو كښې هغه وسله څومره پاتې ده چې د كارولو نه ده ۔ په دغه شپه هند په ګڼو ځايونو خپ پوزيشن بدلول ؤ ۔ هند د پاكستان رويه خو بدله نه كړې شوه ولې پاكستان د هند رويه ضرور بدله كړې ۔ هند سره اوسني 3 ورځني جنګ كښې د دې نه ښه كارروائي نشوه كېدې ۔ پشتون تحفظ موومنټ څخه مو قانوني دائره كښې 5 پوښتنې كړې ۔ اېن ډ?? اېس ،راء څخه د پېسو اخستو ، پاکستان مخالف شخصیاتو سره بهر هېوادونو كښې د ملاقاتونو كولو او کابل او جلال آباد كښې هندي قونصلېټ ته د تللو او پېسو اخستلو تورونه كه ثابت شول نو د قانون ترمخه به كارروائي كولې شي۔ پی ټی اېم په پاکستان او پوځ مخالفه ايجنډا كار كوي۔ پي ټي اېم دې پرېكړه وكړي چې هغه د پاكستان برخه دے يا د كوم بل چا۔ پاكستان كښې دا مهال د ترهګرۍ كومه منظمه ډھانچه نشته۔ د داعش په شمول ترهګر تنظيمونه به پښو ټينګولو ته نه پرېږدو۔ حكومت سره په ګډه د 30 زره مدرسو قامي چوكاټ كښې د شاملولو په تږلاره كار پېل كړې شوې۔ په اولني ځل حكومت مدرسې قومي چوكاټ كښې د راوستلو له 207 اربه روپۍ بېلې كړي۔ په مدرسو كښې به د اسلام او دين تعليم هغسې روان وي يوازې راپارونكې مواد به پكښې نه وي۔ پاک ایران پوله د پوځ سرلښكر هم د امن پوله ګرځولې۔ په دې به د دوه اړخيزه مرستې مېكنزم جوړولې شي۔ د ګل په ورځ آئي اېس پي آر كښې ميډيا ته د بريفنګ په مهال د هند او پاكستان ترمينځھ د تاؤ تريخوالي په وضعه خپلو خبرو كښې ده ووئيل په دې مې د فرورۍ په 22 مه نېټه خبره كړې وه كله چې هند په م??نږ د پلوامه تورونه لګولې وو۔ ما هغه وخت سببونه ذكر كړې وو چې پاكستان په هېڅ ډول دې بريد كښ?? ككړ نه دے۔ هند ته مو دا هم وئيلي وو د وزيرعظم لخوا د پلټنيو په وړاندېز په جدي توګه غور وكړۍ۔ دې څخه وروستو د فرورۍ په 26 مه نېټه دوئي زم??نږ د فضائي پولو خلاف ورزي وكړه كومه چې م??نږ ناكامه كړه او هند ته مو نوټس هم وركړو چې اوس زم??نږ د ځواب انتظار كوۍ۔ او بيا مو د فرورۍ په 27 مه نېټه بشپړ ځ