اسلام آباد 24 اپرېل (اے پ?? پي) د تعليم او وظيفائي چارو وفاقي وزير شفقت محمود د دوهم نېول چيف (ټرېننګ اېنډ وېوليوشن) په خاص بلنه د پاک??تا?? نېوي کېډټ کالج اورماړا او د جناح نېول بېس اورماړا يو ورځنۍ دوره كړې ??ه ۔ د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په اورماړا ايئر بېس او پاك??تا?? نېوي كېډټ كالج اورماړا ته په رسېدو د پاك??تا?? نېوي لوړو پوړو او د كېډټ كالج پرنسپل كموډور مسعود الحسن د وفاقي وزير تود هركلې وكړو۔ په دې موقع كموډور مسعود الحسن وفاقي وزير ته په كالج كښې د پاتې كېدو ٬ آسانيو او د بېلا بېلو پروګرامونو په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع وفاقي وزير ته په خاص توګه بلوچ كېډټس لپاره د اېن كېډټ سكيم په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ په دې موقع وفاقي وزير د كالج د بېلا بېلو برخو څارنه هم وكړه۔ وفاقي وزیر د پي اېن اېس درمان جاه هم دوره وكړه كوم چې ځائي ابادۍ لپاره د درملنې آسانيو لپاره د پاك??تا?? نېوي روغتون دے۔ وفاقي وزير د جناح نېول بېس اورماړا دوره هم وكړه ۔ د دورې په پائې كښې وفاقي وزير د بلوچو په قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره د تعليم او صحت په څانګو كښې د پاك??تا?? نېوي د هلو ځلو ستائنه وكړه