اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي چې پاكستان ایران سره خپلې موجوده د و??ور??لۍ او ملګرتيا اړيكي لا مستحكم كول غواړي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو د پارلماني نمائندګانو ترمېنځه باقاعده رابطو سره به منطقه كښې اتحاد او استحكام وده ومومي٬ په كشمیر د ايران د قيادت موقف د ستائنې وړ د??۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر دا خبرې د ګل په ورځ دوحه كښې د 4 ورځنې پارلماني ائتلاف د 140مې اسمبلۍ غونډې په مهال د د ايران خپل همڅنګ ډاكټر علي لاريحاني سره په ملاقات كښې كړې۔ ده پاكستان او ايران د مذهب ٬ و??ور??لۍ ٬ كلتور او ګاٶنډيتوب نه ختميدونكې خپلولي لري۔ په دې موقع د ايران سپيكر ډاكټر علي لاريجاني ووئيل ایران پاكستان خپل ورور هېواد ګڼي٬ د دواړو هېوادونو خپلو كښې قوي اړيكې او په هر سخت وخت كښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ ده ووئيل كاروبار او په نورو څانګو كښې يو بل سره مرستې لپاره د دواړو هېوادونو پارلمانونو له كردار ترسره كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د دواړو مشرانو ترمېنجه د دوه اړخيزه اړيكو پشمول د سيمه ايزې سلامتيا او په مهمو نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔