پېښور ۔10مارچ (اے پي پي) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د س??ات موټروے د دوهم پړاؤ ترسېوري لاندې چکدرې څخه ت?? مینګورې د پراختيا منصوبې دستاوېزات د مواصلاتو وفاقي وزارت ته د لېږلو هدايت كولو سره وئيلي دي زمونږ به هڅه وي چې د اېن اېچ اے د لارې د پراختيا په منصوبه عمل درآمد وكړې شي۔ د س??ات موټروے لا پراخا كولو سره به سېلګرۍ او صنعت ته وده ت??لاسه شي ٬ د روزګار موقعې به رامخې ته شي او په بې وزلۍ قابو موندلو كښې به مرسته ت??لاسه شي۔ ده وزیراعلی سبکرټرېټ پېښور كښې د غونډې مشري كوله۔ د مواصلاتو او تعميراتو صوبائي وزير اکبر ایوب ،د مواصلاتو او تعميراتو سېكتر ٬ د س??رټېټجک سپورټ یونټ مشر صاحبزادہ سعید ، د پختونخوا هائی ویز اتھارټی اېم ډي او نورو اړوندو چارواكو غونډه كښې ګډون وكړو۔ غونډه كښې د س??ات موټروے دوهم پړاؤ په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ ددې پړاؤ ترمخه به چکدرہ څخه ت?? مینګورہ موټروے پراخا كړې شي۔ د 41 کلومیټره اوږدې د پراختيا په دې منصوبه به نزدې 31881 ملین روپۍ مصرف كولې شي۔ چکدرہ څخه ت?? مېنګوره د دوه انټرچېنجز ٬ درې پلونو ٬ 43 کلورټس او27 انډر پاس جوړولو وړاندېز وركړې شوې دې۔ اعلی وزير ووئيل زما به هڅه وي چې د اېن اېچ اے د لارې دا منصوبې پايې ته ورسولې شي۔ ده هدايت وكړو چې اړوند دستاوېزات دې د مواصلاتو وزارت ته وړاندې كړې شي۔ په دې مهال اعلی وزير ته د هاؤسنګ څانګې روانو سكيمونو په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔