اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي نېشنل آرکائیوز د قېمتي خزانو يوه امين اداره ده٬ محقيقنو٬ زده كوٶنكو او اولس ل?? دې تر دې آسانه رسنه وركړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د نهې په ورځ د نېشنل آركائيوز دورې په مهال كړې۔ اولس مشر ووئيل د دې ډېټا دې پوهنتونونو ٬ تحقيقاتي او حكومتي ادارو سره پېوست كړې شي۔ اولس مشر سپارښتنه وكړ?? چې د ډېجټلائېزېشن عمل دې زر تر زره بشپړ كړې شي۔ اولس مشر ووئيل تاريخي دستاوېزات د محفوظولو عمل دې په جديد خطوط استوار كړې شي۔ اولس مشر پ?? دې خبره روز رواړو چې د ادارې كوټلې تشهير وكړئ ٬ دغسې چ?? اولس خپل ذاتي تاريخي دستاوېزات دې ادارې ته اوسپار?? او ھغه محفوظ كړي او ھغه تحقيق له ګټور ثابت شي۔ اولس مشر پ?? دې موقع د نېشنل آركائيوز د ټولو پېښو مسئلو په هواري كښې د بشپړه معاونت باور وركړو۔ پ?? دې موقع اولس مشر ته د ادارې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ اولس مشر د نېشنل آركائيوز د بېلا بېلو برخو دوره هم وكړه او د تاريخي دستاوېزاتو څارنه ئې وكړه