اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شیرین مزاري وئيلي دي چې د ماشومانو د حقونو او د دوي تحفظ نه يوازې د رياست بلكې د دوي د كورنۍ هم ذمه واري ده چې ھغوي د ماشومانو تحفظ او د حقونو خيال وساتي٬ زمونږ په هېواد كښې ټول قوانين موجود دي خو په دې عملدرآمد ته اړتيا ده٬ د بشري حقونو وزارت زېب الرټ بل وړاندې كو?? چې مقصد ئې ماشومانو سره د زياتو نه يوازې تدراك كو?? دي بلكې د ھغې پېشګي مخنيوي هم دے۔ وفاقي وزيرې د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د سپارك سوسائټۍ په مرسته د ماشومانو حقونو پحق??ه سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع سناتور بېرسټر محمد علي سېف، ?? اسلامي نظریاتي کونسل سېكتر ډاكټر حافظ اکرام الحق، ډاکټر ظ??را??حق اقبال، سینئر صحافی مطیع اﷲ جان، د سپارك اېګزیکټو ډائرېکټر شجاع چیمه او نور چارواكي هم موجود وو۔ دې ووئيل په پي ټي وي به د ماشومانو پحقله بشپړه كمپائن پېل كو??٬ د ماشومانو د حقونو او د دوي تحفظ نه يوازې رياست بلكې دوي د كورنۍ هم ذمه واري ده چې ھغوي د ماشومانو تحفظ او حقونو خيال ساتي٬ زمونږ په هېواد كښې ټول قوانين موجود دي خو په دې عملدرآمد ته اړتيا ده۔ دې ووئيل ?? اسلام آباد په چائلډ پروټیکشن ایکټ عملدرآمد پلو هم پېشرفت روان دې خو د ډېرې مودې نظر انداز كړې شوې څيزونه سمول څه آسان كار نه دے ۔سېمينار ته سناتور بېرسټر محمد علي سېف، ?? اسلامي نظریاتي کونسل سېكتر ډاكټر حافظ اکرام الحق، ډاکټر ظفر الحق اقبال، سینئر صحافی مطیع اﷲ جان او نورو هم وېنا وكړه