اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اك??ر وئېلي دي چې د جعلي اك??ؤنټونو په اړه د جے آئي ټي په راپور كښې د آصف علي زرداري او د او مني ګروپ د جعلي اك??ؤنټونو د لارې د اربونو روپو ترسيل ثابت شوې٬د كيس په ټولو كردارون?? د 16 جلا جلا ريفرنسونو دائر كولو او د اثاثې منجمد كولو سپارښت شوې٬د وفاقي حكومت خواست دې چې د او مني ګروپ د جعلي اك??ؤنټونو د ټولو كردارونو نومونه دې په اي سي اېل كښې اچولو لپاره عدالت هدايت وكړي او يا دې د تحقيقاتي ادارې سپارښت وكړي٬په جعلي اك??ؤنټونو كښې رقم منتقل كولو لپاره د سندھ حكومت هم په هر ډول كارولې شوې٬د مراد شاه د وزيراعلی او د سندھ د د خزانې وزير په توګه په دې معامله كښې كردار پاتې شوې٬په راپور كښې د نواز او زرداري جوړ ثابت شوې۔اندېښنه ده چې د سندھ حكومت د 1200 اربه په پرمختيائي بجټ كښې د 30 نه تر 40 فيصد فنډ په جعلي اك??ؤنټونو كښې د كمېشن په توګه زرداري ته رسېدلې٬په جے آئي ټي راپور كښې د بحريه ټاؤن كردار هم مخې ته راغلې چې څنګه په كراچۍ كښې د اربونو روپو 11 زره 257 ايكړه زمكه په كمه بيعه ترلاسه كړی شوې٬د مشتاق ??ه نوم د فرنټ مين هم مهم كردار پاتې شوې٬آصف علي زرداري په ګرېډ 12 كښې كلرك بهرتي كولو سره مشتاق ته ترقي وركړې او د تحقيقاتو په مهال يې هغه خپل مالشي ګرځولې٬د زرداري په 110 غېر ملكي دورو كښې مشتاق ??م و٬د آيان په 100 غېر ملكي دورو كښې هم مشتاق ??و۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔د وزيراعظم خاص مرستيال ووئيل چې د جے آ ئي ټي د راپور سمري لوستلو سره سړې حېران شي٬تراوسه دا خلك د كرپشن٬مني لانډرنګ او د جعلي اك??ؤنټونو جوړولو نه نه دي منع شوې۔ده ووئيل چې مونږ اورېدلې وو چې په جعلي اك??ؤنټونو كښې د 17 نه تر 20 زره د پيسو منتقلې كېږي خو هغه منتقلي د او مني ګروپ په جعلي اك??ؤنټونو كښې وه٬ 48 ځله پيسې اچولې شوي دي او بيا نور اك??ؤنټونو ته رسول شوي دي۔د دې وجوهاتو له امله اېف اے ټي اېف مونږ په ګرے لسټ كښې ساتلې يو۔ده ووئيل چې او مني ګروپ د خپلو 15 اربه جائيدادونه د 65 اربه څرګندولو سره 54 اربه روپۍ قرض د نېشنل بانك٬سمټ بانك او د سندھ بانك نه ترلاسه كړی۔ده ووئيل چې او مني ګروپ په 2002 كښې جوړ شوې وو او دوه كمپنۍ يوازې په نوم وې ناڅاپي په 08-2007 كښې د او مني ګروپ ګراف ??ره لاړو او 83 كمپنۍ جوړې شوې۔)