اسلام آباد 12 دسمبر (اے پی پی) د آل پارټيز ??ري?? كنفرنس تر سيوري لاندې سېمينار كښې د سېنېټ د كورنيو چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرا??دا?? منظور كړی دې۔د شورو په ورځ د آل پارټيز ??ري?? كنفرنس تر سيوري لاندې په سېمينار كښې سناتور رحمان ملك د هندي رياستي ظلمونو په ضد قرا??دا?? وړاندې كړو۔قرا??دا?? كښې وئېلي شوي دا فورم د بې ګناه كشميريانو په ضد د هند د رياستي ترهه ګرۍ او د ظلم او ستم په سختو ټكو غندنه كوي۔دا فورم د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر څخه د هند د رياستي ترهه ګرۍ په ضد د قانوني كاروائۍ خواست كوي۔قرا??دا?? كښې وئېلي شوي دا فورم ملګرو ملتونو ته خواست كوي چې د امنيتي كونسل د قرا??دا??ونو تر عملي كېدو په هند بندېزونه ولګوي٬د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د بشري حقونو صدر دې د كشمير په اړه د بشري حقونو كميسون جوړ كړي كوم چې د هند د ظلمونو مشاهده وكړي۔د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل دې په كشمير كښې د هند لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونو نوټس واخلي۔په قرا??دا?? كښې وئېلي شوي ملګري ملتونه دې په هندي حكومت په كشمير كښې د بشري حقونو تنظيمونو ته په رسنه وركولو زور راوړي